
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:دوستانو د مه خفه کېږه کتاب اولنۍ عنوان مو د نن ورځې لپاره ځانګړی کړی دی.
يا الله جل جلاله
د ايت شريف ژباړه:((د اسمانونو او ځمکو ټول مخلوق له همدې الله ج نه غوښتنې کوي او هغه هره ورځ په يو بيل شان کې وي.))
کله چې په درياب کې توپان راشي او د درياب اوبه په څپو شي، توندې هواګانې را والوځي؛ نو بيړۍ وان او په بيړۍ کې سپاره خلک په يوه خوله همدې ذات ته په چيغو سر کېږي او پر ژبو يې د يا الله! ياالله! نارې وي.
که لاروی په شاړه دښته کې لاره ورکه کړي او که کاروانونه لارې ورکې کړي؛ نو هم همدا الله ج رابلي.
کله چې په طلبګار ټولې دروازې وتړل شي؛ غوښتونکيو ته حه نه ورکول کېږي او څوک يې فرياد نه اوري؛ نو هغو الله ج رابولې او الله ج په هر حال د د خپل بنده فرياد اوري.
کله چې ځمکه له خپلې ټولې پراخۍ سره درباندې تنګه شي، له غم او اندېښنې نه دې سا راخپه شی؛ نو الله ج ته غږ کړه او هغه راوبله، لکه د یوه شاعر په وينا:((کله چې د زمانې مصيبتونو را لاندې کړم او د خلاصي لار مې ورکه شوه؛ نو نيمه شپه راپاڅېدم او خپل رب ته په زارو شوم، د هغې له برکته مې راتلونکې هره ورځ له خوښۍ ډکه او روښانه شوه.))
ښې او غوره کلمې بره د الله ج لور ته خېژي همدا شان له زړه نه دعا، بيوزله اوښکې، له درده زېږوي دا ټول الله ج ته رسېږي، د اړتيا په مهال د نيمو شپو په دعاوو کې هماغه ذات ته لاسونه لپه کېږي، په ستونزمنو حالاتو کې سترګې هماغه لور ته ور اوړي او په پېښو کې هماغه ذات ته فرياد کېږي.
په سخته کې همدې الله ج ته زارۍ او فرياد کېږي، زړه او روح په الله ج سره ډاډمنيږي، احساسات او اعصاب په دې سره يخيږې، تللی عقل بيرته راستنېږي او زړړه پر دې ډادمنېږي، چې الله ج له خپل بنده سره د رحم چلن کوي.
الله ج څومره ښکلی او خوږ نوم دی، چې په زړه پورې سم تعبير لري، له الله ج پرته په دې نامه څوک نشته او نه سيال لري، د ده د نامه په اخپستو زړونه باغ، باغ کېږي او له ټولو دنيوي اندېښنو څخه بې پروا کېږي، يوازې د نامه په اخيستو کې يې دومره خوند او برکت دی او د قيامت د ورځې واکمن دی.
د لومړی برخې پای
راتلونکې برخهله الله ج سره د مينې لارې چارې.......
دوستانو زمونږ د فیسبوک پاڼه د نورو اسلامي موضوعاتو لپاره خوښه کړي..https://www.facebook.com/pages/%D9%85%D9%87-%D8%AE%D9%BE%D9%87-%DA%A9%DB%90%DA%96%D9%87-%D9%84%D8%A7%D8%AA%D8%AD%D8%B2%D9%86/638605026184846