
زما په پاکه مینه ته باور لره آشنا
زمونږ ه په خړ کلی ته ګذر لره آشنا
د اکار د کائناتو دئ چې تور او سپین پیداکړي
زما غریب جونګړیته سفره لره آشنا
خپل زړه مې ستا خدمت کې دئ درکړی
زمامین زړګی ته کله کله خو نظر لره آشنا
د مینې په مزل کې ستړی نشو زما زړګی
هجران سره اوس غم کې پریوتلی دئ آشنا
د رب په لوی دربار کې مې ستا مینه خدای نه غوښتې
د مینی په نظر راته نظر کوه آشنا
ټوک ټوک لکه ټپی په کټ کې پروت وی
زما زړګی له درده پریوتلی دی آشنا
په لوڅ بدن چې بڼې د مرغه نه وی رپیږی
له درده مې زړګی اوس رپیدلی دئ آشنا
کارغه چې د خپل تور بچی صفت درته شروع کړي
زما جانان د ټول جهان نه ښکلی دئ آشنا
پرون دې په رخسار لاسونه بار بار تیروله
ښکاریږی چې زما زړګی دې وړی دئ آشنا
نایاب دې په ښکلا باندې مین نده محبوبې
ستا مستو غزلونو یې زړه وړی دئ آشنا
بریال نایاب
سپتمبر-۰۹-۲۰۱۳