چارواکي: پکتيکا ولايت کې د هندي ميرمنې قاتلين ونيول شول.

د پکتیکا ولایت امنې قومانداني پولیسو سرچينې وايي، چې د صاحب کمالې هندي میرمنې قاتلین يې ونیول. د دوی په وينا نوموړي یی تیره اونۍ دیاد ولایت د سري کلا په سیمه کې د شپې مهال وژل شوې وه.
سرچينه زياتوي، چې دغه دوه تنه وسلوال مخالفین هغه وخت د پکتیکا ولایت د امنيتي ځواکونو له خوا ونیول شول چې غوښتل یې په افغان امنيتي ځواکونو د سرک غاړې بمي چاوده نه ترسره کړي چي د امنتي ځواکونو له خوا ژوندي ونیول شول .
د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل دغه دوه تنه وسلوال مخالفین چې محمد یوسف او محمدآصف نومیږي له دوه میله کلاشینکوف او چانټو سره هغه محال د ملي پولیسو له خوا ونیول شول د یاد ولایت د سرې کلا په سیمه کې په امنیتی ځواکونو بمي چاودنه وکړي .
دولت خان ځدران زیاته کړه نوموړو وسلوالو مخالفینو تیره اونۍ دپکتیکا ولایت دسری کلا په سیمه کي هغه هندی میرمن چی له یوه پکتیکا وال تجار سره یی ۲۵ کاله وړاندي واده کړي وه او په یاد ولایت کي اوسیده چي دغی میرمنې څوکاله مخکې دافغانانو دکلتور او دطالبانو دحکومت دکړنو او ځورونو په اړه کتاب لیکلی وو چي وروسته دهند دسینما له خوا دجانباز په نوم فلم ترینه جوړکړ.
نوموړی میرمن تیره اونۍ د یادو وسلوالو له خوا د شپی په یوه نیمه بجه په خپل کورکي ووژل شوه چی نوموړي دا مهال په پکتیکا ولایت کی په یوه روغتون کې د قابلې په حیث دنده ترسره کوله .
ځدران وویل چې نیول شویو وسلوالو په لومړیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی او یاد کسان د عدلی او قضایی ارګانونو ترڅیړنې لاندې دي .