د شهادت ګوته

لنډه کيسه
ليکوال: نورالله غازي يار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په لمانځه کېناستم په اشهد ان الا له الله کې مې د شهادت ګوته اوچته کړه.
شپږ کلنه لور مې راغله، دسمال يې له سره تاو و، قران شريف يې په راحل کې وغوړاوه، د شهادت ګوته مې په يوه يوه ټکي ورسره يووړه.
يوه ليکنه مې کوله، د خپلې ټولنې ستونزې مې پکې بيانولې، قلم مې راواخيست، په درو ګوتو مې ونيوه، چې د شهادت ګوته هم ورسره مله وه.
چارواکو ظلم پیل کړ، د ټولنې کمزورو خلکو حقونه يې خوړل، راپورته شوم، ځوانان مې راغونډ کړل، لاريون مو وويست، د شهادت په ګوته مې د کمزورو په پلوۍ او د ظالمانو پر خلاف شعارونه ورکول.
***
زمونږ کلي له يو بل کلي سره په غره لانجه راپورته شوه، خبره ګرمه شوه، تر ټوپکونو ورسيده، زموږ د کلي ټولو ځوانانو ټوپکونه مټو ته کړل. ما هم زړه نا زړه ټوپک راواخيست، په مورچه کې د ځوانانو سره کېناستم، جنګ پيل شو، ټولو ځوانانو د شهادت ګوتې پر ماشو ايښې وې او د ټوپکونو له شپيليو بې واره غوټي وتل.
ما چې شهادت ګوته د ټوپک ماشې ته وروړه؛ نو لاس مې ورېږدېده، ډز مې نشو کولی.
تر اوسه راته کليوال وايي:
- څنګه يې ډارنه!؟
 
پای