اې زما ګل جانانه!

شاعر: نورالله غازي ياز
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اى زما ګل جانانه!
زما پر قبر به ګلان نه كرې
ځكه چې ګلو مې پر زړه باندې اغزي كرلي
زما پر قبر به اغزي وكرې
چې كله ته زما له قبر نه په بيرته درومې
نو دا اغزي به دې لمن رانيسي
زه به دې بيا يو ځلې وينمه ژړاندې سترګې
نو زما ګل جانانه!
زما پر قبر به ګلان نه كرې.