
زه اوس هم هغه افغان یم
زما ویاړونه پاتی دی
زما قدرونه پاتی
زه تش په خوله باندی پښتون نه یم
زه د احمد خان او امان خان بچی یم
زه دخوشحال او میرویس خان بچی یم
هغه وختونه به خدای بیا راولي
یو بریالی به راپیدا شی د امان خان په شان
یو توریالی به راپیدا شی دخوشحال خان په شان
زه که اوس ځورېدلی یمه
که بیا سوځېدلی یمه
خو بیا ډېر د میوند شهدان لرم
بیا ډېر مغول نه ګټیالان لرم
پام کوه نظر دی سیده که په مونږ
زه بیا ښاغلی جنګیالان لرم
زموږ په ژبه که ځنځیر پروت دی
خو بیا ورباندی د رحمان تدبیر پروت دی
خو بیا واوره یو پېغام دافغان
چی موږ خپلو بچو ته قلم غواړو
موږ دقلم خاوندان علم په ننګ غواړو
بهیر هم اوس راویښ شو
دقلم شاعري یې شروع کړه
د قلم ننګیالی یې شروع کړه
بهير غورځنګ