
افغان کباړیان او د بهرنیانو وسایل!
څه موده مخکي مو له رسنیو نه واروېدل چی
بهرنیان خپل وسایل په افغان کباړیانو خرڅوي .
او بهرنیان خپله ژمنه چي ګواکي وسایل به ټول
افغان حکومت ته وسپاري نه پر ځای کوي
نو راځو ا صلي موضوع ته چی رسنۍ ورنه نا خبره دي
د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه کی د بهرنیانو
پراخ کمپاین وو چی ددوی د وتلو سره یې تول سامان افغان حکومت ته وسپاره
نو د پکتیکا محترم والي صیب محب الله صمیم او
ورسره څنګ کی یې امنیه قومندان دولت خان ځدراڼ ۷۰ سلنه په پاکستانیو کباړیانو په
نیمايي بیه خرڅ کړل
او یو شمېر رسنیو خبر ورکړ چی ګواګي بهرنیانو
په افغان کباړیانو خرڅ کړل
زه دا خبره په کلکه ردوم چی افغان کباړيانو
یې نه دی خرڅ کړي او افغان حکومت خپله په پاکستانیو کباړیانو خرڅ کړل.
همدا راز تېره ورځ کورنیو چارو وزارت خبر
ورکړ چی د پکتیکا امنیه قومندان یې څارنوالي ته معرفي کړئ
خو قومندان صیب د تېرو شپږو ورځو را هیسي هند
ته د علاج د پاره تللی
دا چی د پکتیکا خلکو په افغان حکومت کلکه
نیوکه وکړه نو کورنیو چارو وزارت ددوی د تسلیت د پاره وویل چی نوموړي لويي
څارنوالي ته معرفي شوي
همداشان د دې ولایت د والي ویاند مخلص افغان د دوشنبې په
ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې؛ د امنیې قومندان دولت ځدراڼ له پنځو ورځو را
په دې خوا د درملنې په خاطر هند ته تللی.
که یو خوا خپله د پکتیکا
چارواکي د کورنیو چاره دا خبره په کلکه رد کړله خو بل خوا یو شمېر ملکي کسان او په
خاصه توګه په پکتیکا کی مېشت کباړیان وايي
«« موږ کله هم د ایساف
وسایل نه دی اخیستي او بل خوا هغه کباړیانو ته بیا وسلوالو خبر ورکړئ چی که ددوی
وسایل واخلي نو ښه به نه وي.
نو اوس تاسو قضاوت وکړئ
چی دا سامانونه ایساف په افغان کباړیانو خرڅ کړی او که افغان حکومت په پاکستانیو
کباړیانو خرڅ کړي
په درنښت
بهیر غورځنګ