زلمي رسول  له ډاکتر انوار الحق احدي غوښتي ،چې له ده سره یو ځای شي

 پرون زلمي رسول دکابینې له جلسې وروسته له ډاکتر انوار الحق احدي غوښتي ،چې له ده سره یو ځای شي او له خپلې کاندیدا تېر شي . حال دا ،چې ډاکتر احدي تر اوسه دخپلې کاندیدا په اړه غوڅه خبره نه ده کړې .
کېدای شي حاجي محمد محقق دزلمي رسول دویم مرستیال او دجنرال دوستم یو کس یې لومړی مرستیال شي اخر دا ټاکنې به تر کومه پورې پر قومي بنسټ راڅرخي .
بله دا ،چې کرزي په حکومت کې شاملو احمدزیو ته ویلي دي ،چې له اشرف غني ملاتړ وکړئ او له شمال څخه راغلي پښتانه ،چې دوه ورځې وړاندې یې له کرزي سره په ارګ ( پښتو هدیره ) کې ناسته درلوده کرزي ورته ویلي وو : اشرف غني لیونی دی نیمه ورځ به له ځان سره په جګړه او نیمه ورځ به له خلکو سره په جنګ وي ، تاسې باید په شمال کې زلمی رسول ته کار وکړئ .
دشمال پښتنو بیا ورته ویلي دي ،چې په شمال کې دډاکتر احدي نوم لاندې باندې کیږي .......