
دخدای راکړې ډالۍ
همداناښاده ژوندون
له درده ډک او نامراده ژوندون
چې هیڅ اثر د خوښی نشته پکې
بس همدا ! نه راپریږدې
ته د جنت استازی
دا رانه اخلې ځان جنت ته بیایی
زما د ژوند په بیه
جنت به څوک درکوی
ته د تور مخي پنجابی په وینا
په ورور وژنه د جنت مالک یې
که داسې ده نو دا جنت دې ستا وی
دنګې ماڼۍ خوند او لذت دې ستاوي
مونږه پدغه دنیا
ژوند واړه سپور تیر کړ
ښکاری ستا حرص زیات شوی
تش په جنت ګټلو
ځان دې د حورو او غلمانو په لور
د جنتی ښځو حوریانو په لو ر
ته ډیره تنده لرې
ځکه زما څخه زما ژوندون
په ظلم زور اخلی
خو زه د خدای په پریکړه
بس ټینګ بارو لرم ایمان لرم
چې تاسې خلک وژنئ
ځان پری جنت ته بیایئ
لدې جنته محروم
د اور په لو رواستوی
دوزخ ته تور واستوی
زه خو پدې خبره
بس ټینګ باور لرم ایمان لرم
Sep-2-2013