ښکاری

 نوریه وهاب
 
وخت هم  پسرلی دی نو موسم خپه په څه ښکاری؟
ښکلی کاینات په دی جها ن واړه سپیره  ښکاري
هر خواته چی ګورم ټول خواره واره  غمونه دی
اخ زموږ  د کلی ژوندی خلګ لکه مړه ښکاری
چم که ښایسته و ستا د مستی  خندا شور به وه
ته چی ترینه ولاړی نو دا چم به ښه په څه  ښکا ری؟
راغی د خزان شمال تنکی څانګی یې ماتې کړې
ځکه په ګودر کښی چینارونه بی  ولګې ښکاری
زه نوریه حیرانه دا خپل خوار قسمت ته پا تې شوم
سره ګلان راواخلم په منګل کښی می ازغی ښکاری