یتیم ژاړی

 

درد کوی زحمونه می دوا غواړم
موری طبیب نه غواړمه تا غواړم
وایی راته ټول چی مور دی نه راځی
سل ځله می چپ که زه دی بیا غواړم
شپه راغله تیاره راغله ویریږ مه
ګرانی زه په څنګ کی خوب د ستاغواړم...
جوړ به می د مخ پرهار شی څه به شی
موری خو د زړه پرهار ته تا غواړم
بیا دی خدای نور داسی یتیمان نکړی
زه نوریه له هر چا دا دعا غواړم

"نوریه وهاب"