قلم به منې - غزل

 
مینه چې کړې نو درد او غم به منې
ضد د رقیب ، ناز د صنم به منې
اه او فریاد، ویراو ژړا به نکړې
په زړګې چاود لکه غنم به منې
که غواړې سترګې کړې خوږې په دیدن
غپه د سپو د یار د چم به منې
که د مجنون، فرهاد په لارتلل غواړې
بس په لیمو د یار قدم به منې
که غواړې سیال دې شې د سیال پښتونه
ټوپک به غورځوې ، قلم به منې
پرون دې ټوله ورځ په بام تیره کړه  
د (منتظر) د مینې دم به منې