
سنګر رحیمي، نیویارک ټایمز
ژ. نعیم نسیم، کابل
آګست۲۰۱۳،۱۹
د اوسپنو د ټکولو اوازونه دي؛ په بلې خوا کې جنراټور غوریږي؛ را روان یو اوږد شانزده بیست دی چې شور یې جوړ کړیدی، زه له افغان پښتون شاعر مطیع الله تراب سره د هغه په دوکان کې یم. دی د خپل ژوند چلولو لپاره فلزکاري کوي. له اوسپنو سره سر و کار لري. د ورځې اوسپنې ډکوي او د شپې کلیمات! د ورځې د اوسپنو له ټوټو څخه شکلونه جوړه وي خو د شپې بیا کلیمې سره یو ځای کوي څو مینه، او طبیعي ژوند په کې راونغاړي او خپلو مینه والو ته ترې د میني خبرې جوړه وي: \"د یوه شاعر وظیفه یوازې دا نه ده چې د مینې خبرې وکړي\"، ده چې ما ته د ورکشاپ په شور کې خبرې کولې وویل: \"د شاعر وظیفه یوازې دا نه ده چې د ګلانو په اړه لیکل وکړي، شاعر باید د خلکو د دردونو
او ویرونو په اړه لیکل وکړي.\"
۴۴ کلن تراب په خپلو شعرونو کې د جګړې له ټولو خواوو څخه: طالبان، امریکایان، افغان حکومت، پاکستان سر ټکوي او تر انتقاد لاندې یې نیسي. دی په یوه شعر کې وایي:
جګړه سوداګري ګرځیدلې
سرونه په کې خرڅیږي
هغه هم د پښتې په تول
قاضیان یې لومړی وینه څکي
له څکلو وروسته بیا قیمت تعینوي
دده ریکارډ شوي شعرونه د پښتنو ترمنځ ګرم بازار لري. له یوه بل ته او له بل، بل ته خپریږي.دا چې له حزب اسلامي سره اړیکې لري نو د نورو قومونوترمنځ یې ښه نوم نه دی موندلی. که څه هم دده ټولنیزې اړیکې ډیرې پراخه نه دي خو بیا هم دی د شعرونو له لارې ترلاسه شوې پیسې هغو افغانانو ته په خیرات ورکوي چې فساد او د یوې لسیزې جګړې ځپلي دي.
دده شعرونو ته چې ځینې یې نیویارک ټایمز ته هم ژباړل شویدي، د خلکو لخوا د نن ورځې انځوروونکې بلل کیږي:
آی د نړۍ د بیراغ هسکوونکيه!
تا د امنیت په نوم ډیر وځورولو
ته د سولې او امنیت په نوم مونږ ته راغلې
خو تا د توپکونو او وسلو پیغام له ځان سره راوړ
دی چې د خپل دوکان په مخکې په پرتې چوکۍ په داسې ډول سره چې پکول یې په سر او په ګریسو لړلې جامې یې په تن وې ناست و وویل:\"په افغانستان کې ریښتونی سیاستوال نشته! سیاستوال د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري خو په دې
هیواد کې داسې سیاستوال نشته چې هغه دې د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري. اوسني د یوه شرکت د برخوالو په څير دي چې یوازې او یوازې د خپل کاروبار په اړه فکر کوي او بس!\"
\"طالبان هم د خلکو په درد نه دوا کیږي. اوس هغه ورځې تللې دي چې طالبانو یې خوبونه لیدل! نور نو ددوی حکومت په خلکو کې ځای نه لري!\"
دی په افغان سیاستوالو ټوکې کوي او غله یې بولي: \"دوی باید د غلا لپاره درې جیبونه نور هم پخپلو کالیو کې وګنډي: یو د افغانیو لپاره، بل د ډالرو
لپاره او دریم هم د کلدارو لپاره!\"
ددې انتقادونو برسیره بیا هم، تراب د ولسمشر لخوا ارګ ته دعوت شو. دی وایي: \"ولسمشر زما شاعري خوښوي. ولسمشر را ته وویل چې ښکلی غږ لرم خو نه پوهیږم چې دا خبرې یې ولې را ته وکړې، ما خو پرې تل انتقادونه کړیدي؟\"
تراب د خلکو خوښیږي او څنګه یې چې نوي شعرونه په یو ټیوب خپاره شي نو ډیر زیات مینوال لري او له حده زیات لیدل کیږي.دی به ډیر زر مسکو ته لاړ شي څو په هغو مراسمو کې برخه واخلي چې تیاري یې د مسکو میشتو افغانانو لخوا بشپړ شویدي او ده ته به د خپلو کارونو لپاره ایوارډ ورکړل شي.
دی د پکتیا د والي جمعه خان همدرد لخوا هم دعوت شویدی. تراب له همدرد سره حزبي ملګرتیا هم لري. تراب د افغان شعراوو لکه رومي، او نورو په کتار کې یو نوی راټوکیدلی ګل دی. په افغانستان کې خلک له شاعرانو سره مینه لري. د هیواد په پلازمینه کابل کې ډير خلک موندلی شی چې پخپلو موبایلونو کې د شعراوو شعرونه اوري او لولي. مطیع الله تراب یو له هغو وتلو شاعرانو څخه دی چې شعر یې په هر موبایل کې موندل کیږي. له شعر او شاعری سره افغانان مینه لري خو پیسې پرې نه ورکوي.
زیاترو شعراوو او لیکوالانو په حکومت کې دندې اخیستې دي خو تراب بیا داسې یو څوک نه دی. دی خپل کاروبار او خپل ژوند لري. \"ته وګوره، دا مې ژوند دی: اوسپنې ټکوم، پرې کوم یې، اوږدوم یې؛ زه اوس هم ځان شاعر نه بولم.\"
یو بل شی هم شته چې دغه ساده باده شاعر نه غواړي په اړه یې اعتراف وکړي—بې سوادي!!! دی چاپ لیکل شوی شی نشي لوستلی. نه خپله څه لیکلی شي او نه هم د نورو لیکل لوستلی شي.دی خپل شعرونه پخپله جوړه وي او په ماغزو کې
یې ساتي.
ده د افغانستان په ننګرهار ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولې دي—هغه هم په یوې غریبې کورنۍ کې! پلار یې بزګر و او دومره یې کرل چې یوازې دده د کورنۍ چاره پرې وشي او بس!
په ۱۹۷۹ز کې شوروي په افغانستان تیری وکړ، وړوکی تراب له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجر شو؛ یوازې دوې لسیزې د مخه له خپلې ناوې، کاروبار سره یو ځل بیا افغانستان ته ستون شو.د طالبانو د حکومت پرمهال یې خپله شعري
ټولګه خپره کړله—یوه نه جبرانیدونکې غلطي!
\"زه طالبانو سخت وډبولم. له دې څخه وروسته مې تصمیم ونیوه چې چاپول به نه کوم!\"
که څه هم نوموړی افغان-پښتون دی خو له طالبانو کرکه لري او هغوی د هیواد د بې ثباتۍ عاملین ګڼي. دی په یوه شعر کې وایي:
ای د کوپړیو او مظلومانو هدیرې
دغه ځمکه وڅيرئ او راووځئ
دوی د وینې پیغور راکوي
خو ته اوس هم پخپلو فکرونو کې مست یې!
د ده د ورکشاپ په مخ کې تیره شوې لار پاکستان ته تللې. په دغه سرک خلک په ریړو له یخ نیولې تر میوو هر څه خرڅوي. کله،کله خو امریکایي ځواکونه هم په دې سرک تیریږي. \"کله، کله خو زه حیرانیږم چې څنګه دلته شیان ټوټې،
ټوټې کیږي نه! خو یو شي چې دغه ټول هرڅه یې سره تړلې دي هغه قومي او
پښتني دودونه او اصول دي!\"
که څه هم په امریکایانو انتقاد کوي خو له هغو پرمختګونو هم سترګې نه پټوي چې په لسو کلونو کې رامنځته شویدي: \"ډیموکراسي به زمونږ قومي او قبیله وي اصولو ته زیان ورسوي؛ د ډیموکراسۍ نسخه ددې هیواد لپاره د درد دوا کیږي
نه!\"