
لیکونکی: امیر حکاک،بی بی سی
ژ:نعیم نسیم،کابل
جنوری۲۰۱۲،۰۴
د څلورم هنری له بخښنی پیړی تیریږي؛ څلورم هنری د پاپ د امر څخه د سرغړونی په خاطر، د پښیمان سړي په جامو کی د کانوسا قصر ته لاړ، دری ورځی په واوره کی پښی لوڅی ودرید ترڅو پاپ یی وبخښي.
خو اوس مهال بیا بخښنی عادی بڼه خپله کړی کله څو جملی وي او کله کله خو په یوی کی خلاصه شي.
د بل کلنټن د وخت رسمی بخښنه اوس هم د خلکو په یا دی هغه وویل"ما په رښتیا له میرمن لوینسکی سره اړیکی درلودی چی ښه خبره نه وه؛ په رښتیا یوه تیر وتنه وه... ما خلکو ته چل ورکړی وو؛ حتی خپلی ښځی ته می چل ورکړی وو؛ زه د زړه له کومی له دی پیښی متاسف یم!!!"
په دغو کلونو کی سیاستوال،ورزشکار، فلمی ستوري، مذهبی پنډتان د خلکو د فشار، او یا هم د رسنیو داعتراض له وجی دی ته مجبور شول چی بخښنه وغواړي. په ځینو مواردو کی خو ان خلکو په ځینو صمییمی بخښن غوښتلو شک وښود!!!
د غو بخښن غوښتلو په ځینو مواردو کی کار ورکړی خو په ځینو نورو کی یی دخلکو د اعتراض غږ نه دی چوپ کړی.
په ۲۰۱۱ز کال کی هم ډیرو مذهبی،سیاسی،فلمی او سپورتی څیرو بخښنی وغوښتی چی ددوی د بخښنی او دهغوی دبخښنی په طرز راځی سره خبر شو!!!
پاپ بندیکت شپاړسم؛"له ستر شرم سره یی تاییدوو"
د ۲۰۱۱ز کال په اکتوبر کی، پاپ بندیکت-شپاړسم، د نړی د عیسوي کاتولیکانو مشر، په تیریو پیړیو کی د عیسویت په ترویج کی له زور زیاتي څخه په ګټه اخیستنه بخښنه وغوښته!!! هغه دغه تاریخی زور زیاتي ته په اشاری وویل"مونږ دا په ستر شرم سره تاییده وو، له مسیحی مذهب څخه استفاده شوی او هغه څه چی ترسره شوي له حقیقت سره په تضاد کی دي"
هغه وویل چی له مذهب څخه د ترهګری لپاره کار وانه خیستل شي.
دا د پاپ لومړی بخښنه نه وه؛ هغه په ۲۰۱۰ز کال کی په برطانیه کی له هغو کسانو چی د عیسوی مولایانو د جنسی تیري ښکار شوي وو بخښنه وغوښته.
پاپ بندیکت د وست مینسټر په کلیسا کی د دست جمعی دعا پرمهال د عیسوی مولایانو له"نه ویونکو جنایتو" په اړه بخښنه وغوښته او دا یی د ټولی کلیسا سپکاوی وباله.
روپرت مرداک او تشکیلات یی؛ "... زه پخپله شخصاً د شخړی مسولیت په غاړه نه اخلم"
د نیوز اف د ورلډ اونیزه د ۲۰۱۱ز کال د جولای په ۱۰مه بنده شوه. ددی اونیزی اخری ګڼی ټوله محتوی بخښنه غوښتل وو او لیکلی یی وو"ستاسو څخه مننه او خدای په امان"!!!
د نیوز اف د ورلډ اونیزه د روپرټ مرداک،هغه څوک چی د رسنیو امپراطور بلل کیږي، وه. د نوموړي په لاسلیک د برطانیی په رسنیو کی د جولای په ۱۶ یوه اطلاعیه خپره شوه چی د پيښی په اړه یی بخښنه غوښتی وه.
دغه رسوایی داسی وه چی نیوز اف د ورلد اونیزی چی د نیوز کورپوریشن اداری مجله وه د خلکو ټیلیفونی خبرو ته غوږ نیولی وو. دغی اداری چی ولی یی په دی اړه جدی اقدام نه وو کړی له ولسه بخښنه وغوښته.
په دغی اطلاعیی کی چی د روپرت مرداک چی د نیوز کورپوریشن مالک هم دی لیکلي وو چی فکر کوم بخښنه غوښتل به کافی نه وي. په راتلونکو ورځو کی به مونږ نور څو جدی ګامونه واخلو او د ستونزو په حل کی به نوره هم جدی شو او کوم تاوانونه مو چی اړولي دي نو هڅه به وکړو چی جبران یی کړو. تاسو به ډیر زر له مونږه په دی اړه نور خبرونه واوری.
روپرت مرداک د برطانیی د پارلمان په استضاحیه غونډه کی هم له ولسه بخښنه وغوښته او دغه ورځ یی د خپل ژوند تر ټولو له شرمه ډکه ورځ وبلله.
لیام فاکس؛ د مسلکي او شخصی اړیکو ترمنځ می توپیر نه دی مراعت کړیدی
د اکتوبر په میاشت کی،لیام فاکس، د برطانیی د دفاع وزیر، له خپل مقام او پوسته په غلطه ګټه اخیستنی د یو ملګري په اړه د انتقاد لاندی راغی او رسماً یی بخښنه وغوښته!!!
ښاغلي فاکس د اکتوبر په نهمه وویل"له لومړي وزیره بخښنه غواړم"
"د دوستانه او رسمي اړیکو ترمنځ په توپیر نه مراعتولو سره بخښنه غواړم، او دا یوه ستره اشتباه بولم. "
فاکس ځکه تر انتقاد لاندی راغی چی خپل ډیر نږدی انډیوال—ادم ریټی یی په ډیرو سفرونو کی مل وو. کله چی فاکس د عامی روغتیا وزیر وو، نو ریتی د صحت په برخه کی کنسلټنسی چلوله او کله چی بیا فاکس د دفاع وزیر شو نو ریتی بیا په دفاعی چارو کی په کنسلټنسی پیل وکړ. (ژباړن)
ریتی د فاکس په واده کی د شاه بالا رول هم ادا کړیدی.
لیام فاکس له رسمی بخښنی وروسته له دفاع وزارته استعفی وکړه.
هیلاری سوانک په میلمستیا کی دبرخی اخیستنی له امله بخښنه وغوښته
د "زامن نه ژاړي" فلمی ستوری او د ملیونونو ډالرو خاونده جلکی هیلری سوانک په دی سبب ا چی د یو چیچنی مشر رمضان قدیروف د تولد په جشن کی یی برخه اخیستی وه بخښنه وغوښته.
هغی ویلي وو"زه د زړه له کومی په دی میلمستیا کی له برخی اخیستنی بخښنه غواړم"
دغه بخښنه هغه وخت ترسره شوه کله چی د بشر د حقوقو ډلو او مدافعینو له هیلاری سوانک او جان کلود وندم چی دواړه د هالیووډ د اکش فلمو ستوري دي، له هغی ملیون ډالري میلمستیا چی د چیچن په ګروزنی کی ترسره شوی وه او دوی په کی برخه اخیستی وه، انتقاد وکړ.
په ۲۰۰۹ز کال کی د حقوق بشر یوی ډلی د فریډم هاوس په نامه، د چیچن دولت د شمالی کوریا، برما او تبت غوندی د نړی له مستبدو دولتونو حساب کړ.
ارنولډ شوارتزنر؛" خشم وړ یم"
د جولای په لومړیو کی، ماریا شرایور، د ارنولډ شوار تزنګر هغه څوک چی د ټرمینیټر فلم ستوری دی او د کلیفورنیا ولایت والی هم پاتی شوی،ښځی پس له ۲۵ کلونو له خپل میړه طلاق وِغوښت.
دغه جوړه چی د څلورو ماشومانو درلودونکی دی وروسته له هغی بیلیږي چی ارنولډ په دی اعتراف وکړ چی د کور یوه مزدوره ورڅخه موره شویده. ارنولډ په رسمی بخښن غوښتلو کی وویل:"زه حالات درکوم او ځان په رښتیا سره د غوصی وړ بولم. هیڅ توجیه شتون نه لري، او زه په پوره ډول د هغی صدمی مسولیت اخلم چی زه یی سبب شولم.
د برطانیی د عدلیی وزیر؛ "ځینی تیری جدی نه دي؟"
د ۲۰۱۱ز کال د می په میاشت کی، د برطانیی د عدلیی وزیر د جنسی تیریو او د هغو د مجازاتو په اړه په راپورته شوي جنجال له دندی ګوښه شو.
ښاغلی کلارک د خلی هغی مرکی له امله چی د بی بی سی رادیو له پنځمی شبکی سره یی درلودله تر سختو نیوکو لاندی راغی. ده په دی مرکه کی د جنسی تیریو او په اړه یی د مجازاتو د قانون د بدلون غوښتنه کړیوه.
د کارګر ګوند مشر، میلیبنډ په عدلیی وزیر باندی انتقاد کړی وو چی دده خبری په دی مانا دي چی ځینی جنسی تیری جدی او نور یی دومره د اهمیت وړ نه دي.
کلارک ددغو نیوکو په ځواب کی وویل چی زما نظر داسی نه وو. ټول جنسی تیری جدی دي خو زما له خبرو بیلابیل تصورات اخیستل شوي وو.
د عدلیی وزیر د جنیسی تیریو یو قربانی ته وویل: زه تل په دی باور یم چی ټول تیری جدی دي او باید ورسره همدا ډول برخورد وشي خو که تاسو زما له خبرو ناراحته شوي یاست نو زه بخښنه غواړم.
لارس فون تریه؛ له هیټلر سره همدردي؟
لارس فون تریه، ډنمارکی فلم جوړونکی هغه وخت په زور د کن ۲۰۱۱ جشنواری له سالونه وویستل شو چی د هټلر په اړه یی په ټوکو کی همدردي وښودله. لارس فون تریه یو وخت له همدی جشنواری لویه جایزه هم اخیستی وه.
هغه د خپل فلم مالیخولیایی په اړه په کن کی یوه مطبوعاتی ناستی ته ویلي وو چی "نازی" دی او تر یوه حده له هټلر سره همدردي لري.
لارس بیا بی بی سی ته په خبرو کی وویل چی خبری یی واقعاً احمقانه وی او دی په خپله پری خفه دی که د چا زړه ازار شوی وي نو دی عذر غواړي. ده زیاته کړه چی ولی سړی په یوه مطبوعاتي ناسته کی داسی خبری وکړي چی له موضوع وتلی وي.
خو ده بیا یوی بلی نشریی جی کیو سره په خبرو کی ویلي وو چی دی نه غواړي د هغه څه په اړه چی دی په خپله دی بخښنه وغواړي. زه شاید له دی ډول شیانو بدل وم.
جان ګالیانو؛ "نژاد پرستي ځای نه لري"
د برطانوی کالیو طراح ګالیانو له کریسټن دیور د لباس او موډ له شرکټ څخه وباسل تر یوی مودی د خلکو په ژبه وو.
ګالیانو باندی د یهودو خلاف د تعصب تور و نو په هماغه خاطر دی کرسیټین دیور څخه، هغه شرکت چی ده ورسره کار کاوه ،وویستل شو او هغوی ورڅخه د رسمی بخښن غوښتلو تقاضا وکړله.
له ګالیانو په یو ټیوب کی داسی انځورونه خپاره شوي چی دی په پاریس کی یوی کافی کی ناست دی او وایي: "زه له هیټلر سره مینه لرم"
زمونږ په ټولنه کی د یهودانو خلاف په خصوصی ډول او د نورو نژادونو خلاف په عمومی ډول تعصب ځای نه لري؛ زه په ښکاره ډول د هغه څه په اړه چی زما لخوا د خلکو د ځوریدو سبب شوي بخښنه غواړم."
شمس الدین حسینی: حلال می کړی!!!
په ایران کی کولای شو چی د بخښنی غوښتلو په اړه د اقتصاد او مالیی وزیر شمس الدین حسینی بخښنی په اړه چی د ولسی جرګی په اسیضاحیه غونډه کی یی مطرح کړه یادونه وکړو. شمس الدین ولسی جرګی ځکه غوښتی وو چی په ایران کی یو شرکت په دی توانیدلی چی له بانکی اسانتیاوو څخه په ګټی اخیستنی غلطه ګټه اخیستنه وکړي او څو زره ملیارډه تومان تر لاسه کړي چی دغه موضوع په ایران کی د بانکی اختلاس له ګرمو موضوعوو څخه وګڼل شوه.
حسینی ولسی جرګی ته په خبرو کی وویل: "که زما بخښنه غوښتل د خلکو دردونه کموي نو زه ټول مسولیت اخلم، له تاسو او ولسه بخښنه غواړم... اجازه را کړی چی له تاسی او ملته بخښنه وغواړم، له خپلو همکارانو په دولت کی بخښنه غواړم، خدای(ج) دی وکړي چی ستاسی په بخښلو سره خدای(ج) پاک زما له غلطیو هم راتیر شي. ما حلال کړی."
د حسینی د بخښنی او د احمدی نژاد د سپارښتنی په مورد کی د ولسی جرګی یوه غړي احمد توکلي وویل:"دغه بخښنه غوښتل به هیڅ درد دوا نه کړي."
دده په وینا چی وزیر ته شپه وړاندی احمدی نژاد ویلي وو چی په ولسی جرګی کی د بخښنی موضوع مطرح کړي.
مصطفی تاجزاده؛ په خلکو باندی د خپلی خوښی د ژوند د طرز تحمیلول
مصطفی تاج زاده، د اصلاح طلبانو یو سیاسی فعال دی او اوس مهال په زندان کی شپی سبا کوي. هغه په یو لیک کی د هغو کارونو له وجی چی دده همنسلو سیاسیونو مخکی ترسره کړي له خلک بخښنه وغوښته. هغه ولیکل:" باید د هغه ناسالمو برخوردونو له وجی چی له انجینر بازرګان او ډاکټر سحابی سره ترسره شول بخښنه وغواړو؛ له ټولو هغو سیاسیونو چی دسیاسی فعالیت قانونی مجوز یی درلود بخښنه وغواړو چی حقوق یی د ځینو بهانو له وجی تر پښو لاندی شول. او دا چی مونږ د خلکو د شخصی ژوندانه په امورو کی مداخلت کړی هم باید بخښنه وغواړو. مونږ داسی فکر کاوه چی مونږ متوسطه پاړکی به ددی وړتیا لرو چی د میخانو دروازی بندی کړو خو خبر نه وو چی په دی کار سره به د ریا او تزویر دروازی پرانیزو.
هغه دا هم لیکلي وو چی:"زمونږ غلطي دا وه چی د انقلابی محکمی له رفتارونو او رویو خلاف مو موضوع ګیري ونکړله.
شیث رضایی و " د خپلی لوبالي ټوکی له امله بخښنه غواړم"
شیث رضایی او محمد نصرتی د سپورتی اخلاقو په نه مراعت سره د ایرانی رسنیو او د فوټبال د ټولنو تر فشار لاندی راغلل.
دوی چی د ایران د پرسپولیس فوټبال د ټیم غړي دي. هغه مهال چی دوی له ګیلان ټیم سره لوبه کوله نو د حریف ټیم سره د یو ترسره شوي نزاکت په سره له خلکو او د فوټبال له مینه والو بخښنه وغوښته!!!
فرج الله سلحشور؛ له ټولو می بخښنه نه دی غوښتی!!!
فرج الله سلحشور، ایرانی فلمی اداکار دخپلی هغی نیوکی له امله چی ایرانی سینماوی او یا د سینماوو ځینی محافل یی له فاحشه خانو سره تشبیه کړي وو، بخښنی غوښتلو ته اړ شو. ده دغه اڅرګنده ونی د یو ایرانی فلم جوړونکی لخوا چی انجلینا جولی یی ایران ته دعوت کړیوه،کړیوی: ایران ته د انجلینا جولی راتګ هغو سینماوو ته چی فاحشه خانی دي یو ښه زیری دی نو دوی باید د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره باید یوه بین المللی فاحشه را وغواړي.
خو بیا وروسته له رسنیو سره په خبرو کی ده وویل چی د د ټولو سینماګرانو خلاف نه خبره کړی او نه یی هم له ټولو بخښنه غوښتی دی.
---------------------------------------------------------------------------------------------------------------
دا خو وی د باندنیو هیوادونو خبری اتری او بخښنی. زمونږ په ملک کی طالب څومره له ملته بخښنه غوښتی؟ امریکایانو څومره بخښنه غوښتی؟ د مالیی وزیر د کابل بانک په سقوط کی څومره او څنګه له ملته بخښنه غوښتی؟ د حج او اوقافو وزیر د حج په مراسمو کی د خپلو خرابو خدماتو له وجی څومره او کله له ملته بخښنه غوښتی؟ د اولمپیک کمیټی ریس اغبر پهلوان په چین کی د ملی سرود پرځای د یو بل شي په غږولو څومره له ملته بخښنه غوښتی؟ تاسی پکی څه نظر لری؟
nnwriter@yahoo.com