
تاسره مينه لرم / شمس الدين الفت
د ژمۍ يخی ورځی او شپې وی د معمول په شان د کار کولو نه وروستهت کله چې د مازديګر څلور بجې شوي په دفتر کې ټول مامورينو خپلو روزانه کارونه خلاص کړی ول او د خپلو هستوګنځيو په لور روان ول، زه هم د څه ځنډ نه وروسته د خپل دايمې عادت له مخۍ د يوې پياله قهوی د څښلو لپاره د هوتل په لور روان شوم..
هوټل ته د رسيدو سره سم مې د هوټل ګارسون ته د يو پيالې قهوې غوښتنه وکړله..
د قهوې د څښلو نه وروسته د هوټل دپرېښودلو اراده مې وکړه، د هوټل په مخه کې مې پر يو نوې تازه پيغلې سترګي ولګيدې چې عمر به يې په سختې سره د ۱۷ کالو اوښتلو، ښايسته لوړ قد نازک اندام او ژيړو ويښتو د شنو سترګو سره يې ښايست څو برابره زيات کړی ول په قراره قراره زما خواته راغلله او د سلام نه وروسته يې رانه په ډير خوار اندازه پوښتنه وکړه چې تاسو زمونږ د دفتر نوم يې واخيستو هلته کار کوی ما هم په خپل وار سره د مقدمې پرته سلام او د سلام نه وروسته د بلې په ويلو سره خپله جمله خلاصه کړه...
د يوې شيبې وروسته يې رانه د يو پياله چای د يوځای څښلو غوښتنه وکړه ما هم چې د ډير تاثير لاندې راغلی وم ومنل او د ((نيو فرينډز)) هوټل ته د چای څښلو او خبرو کولو لپاره لاړلو
تر ډيره دواړه ترمنځ ژوره چوپتيا حاکمه وه فقط د دواړو سترګې د چايو په پيالو کې وی وروسته يې په نری او زړه راښکونکی اواز سره خپل نوم راته ياسمين او د سکای اير په نوم د يوې سيمه ايز هوايې شرکت کارکوونکی معرفی کړ، ما هم په خپل نوبت سره چې سترګې مې د هغې په نازکه او معصومه څيره کې نښتې وی خپل نوم سليمان او د يو سيمه ايز کمپنۍ سره د کمپيوتر
کار په حيث معرفی کړلو او دياسمين نه مې د دې دبلنې علت وپوښتلو؟؟؟....
د علت په پوښتلو سره ياسمين په ژړا شوه او د خپله ځايه پاڅيده په منډه د هوټل نه ووته زه هم د مجبوريت له مخۍ شاته روان شوم، د ساحل غاړی ته ورسيدم ومې کتل چې په يو چوکۍ ناسته او سمندر ته ګوری زه هم په ورو ورو ډول ورغلم او ورته مې غږ کړل چې ياسمين ولی خفه شوی.
ياسمين: نه ګرانه خفه نه شوم هسی زړه مې ژړا ته وشولو....
سليمان: ګوره ګرانې خفه کېږه مه خير دی الله به خير کړی.....
تر ډيره پورې مو بحر ته کتل ورو ورو تياره د بحر فضاء تياره کړل.. زما هم کورته تګ ته زړه نه کېده ځکه چې زه هم يوازې اوسيدم او هم د وظيفې کارونو ډيره ناارامه او ستړی کړی وم ما هم غوښتل چې د سيند د اوبو د څپو سره خپل غم شريک کړم...
د ماښام ۸ بجې شوی هوا نوره هم يخېدله د ياسمين نه مې د تګ لپاره اجازه وغوښتله...
ياسمين په ډيره حيرانتيا سره راته کتل او په يو دم يې ځان په غيږ کې رواچولو او په سلګو سره يې راته وويل چې تاسره مينه لرم......
د مينې صفحه په فيسبوک کې درسره خوښه کړی.
http://www.facebook.com/loverpage2013
په سپيڅلی کليواله او پښتنه مينه
شمس الدين الفت