
د اګست د
مياشتې ۱۹ ميلادی کال د برتانيا نه د ازادې
اخېيستلو د ورځۍ په مناسبت په افغانستان کې لمانځل کېږي، او په دې ورځ ټولې رسمې
او غيرې رسمې ادارې رخصت و ميلادي کې وشو او تر ۱۸۴۲ م کال پورې
دوام وموند، چې په دې بريد کې برتانوي هند د وزير محمد اکبرخان څه د کابل – جلال اباد په
لاره د جلال اباد ښار ته نږدی په ډيره بده توګه ماتې وخوړه او زيات شمير زندانيان،
مړی او زخميان يې د جګړي په ډګر کې پرېښودل، ترماتې وروسته د انګريزې يرغلګر پوځ د خپلو زندانيانو د
راخلاصولو لپاره په افغانستان باندې د يرغل پر نيت د افغانستان خاورې ته داخل خو
سمدستې يې بيرته عقب نشني وکړه.
پر افغانستان د
انګريزې يرغلګرو دوهمه حمله:-
پر افغانستان د
انګريزانو دوهمه حمله په ۱۸۷۸ کې شروع او په ۱۸۸۰ کې ختمه شوه.
په نوموړۍ جګړې په لمړي وختونو کې (د قندهار په جګړه کې چې دبرتانيا په ماتۍ او د
افغانستان د امير په بدلون سره تمام شوه او واک امير عبدالرحمن خان ته وسپارل شو)
(تاريخ په دې اړاه واضح څه نه دې ليکلي) او د افغانستان او برتانيوی امپراطوري سره
په دوستانه اړيکو تمامه شوه په نوموړي جګړه کې برتانيا د افغانستان نه د روسانو او
ايرانيانو نه د محافظت په بدل کې د افغانستان خارجی واګي په لاس کې ونيولی.
د انګريزانو سره دريمه جګړه:-
د افغانستان او
انګريزانو ترمنځ دريمه جګړې په پايله کې په ۱۹۱۹ ميلادې کال کې
د افغانستان د وخت امير او غازی امير امان الله خان رسماً د برتانيا نه د
افغانستان د خارجي چارو کې د مداخلې حق په اخيستلو سره يې افغانستان رسماُ ازاد کړ. د ۱۹۱۹ ميلادې کال
پيښه په افغانستان کې د ازادې د ورځې د جشن په نوم لمانځل کېږي.
په دې ورځ د
افغانستان په لويو ښارونو کې د ملې اردو لخوا هوايې ډزې کېږي او خلک د مختلفو لوبو
لکه د اور جګول د رڼا ګانو پورته کولو او د افغانستان د ملې توغ (بيرغ) په ښودلو
سره دا ورځ لمانځې، د افغانستان د ازادې ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ميشتو افغانانو
لخوا په خاصو مراسمو او غونډو هرکال د اګست د مياشتې په ۱۹ نېټه لمانځل
کېږي.
سرچينې:
د افغان کلچر
د افغان تاريخ.
درانې
امپراطوري.
غرونو ژړل،
اوښکو لمنو، کې چينې بهيدې
ټول کاينات په
تماشه و، ما پښتو ليکله
په سپيڅلۍ
کلېواله او پښتنه مينه
شمس الدين الفت
ننګرهار،
افغانستان