
د مصر اخوان المسلمین په خپلو پلویانو غږ کړیدی، چې د ګرځبندیز برسیره بیا هم نن سترو لاریونونو ته د جمعې له لمانځه وروسه مخه کړي. دوی نن ورځ د \"قهر ورځ\" په نوم نومولې ده.
جهاد حداد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي: \"ملیوني مارچ به سبا د جمعې ورځې له لمانځه وروسته له قاهرې جومات پیل او د رمسس په لوري به ادامه پیدا کړي. که څه هم ویرجن یو، شهدا لرو، د کودتاچیانو نوي عمل مونږ په دې مجبور کړلو چې دوی ته د پای ټکی کیږدو!!!\"
خو حکومت هم پولیسو ته امر کړیدی چې د ګډوډیو مخه ونیسي او د امکان په صورت کې اجازه لري چې په خطرناکو لاریون کوونکو ډزې وکړي.
دا مهال د قاهرې رابعه العدویه او په نصر کې د االنهضه سیمه د پولیسو په لاس کې دي چېرې چې د تیرې یوې میاشتې راهیسې اخوانیان په لاریونونو بوخت و او پرځول شوی ولسمشر محمد مرسي یې غوښت.