په تايلنډ کې کودتا رسماً اعلان شوه

د تایلنډ د فوځ مشر پرایوت چان اوچا نن د دوو ورځو له ناکامو خبرو اترو وروسته چې د فوځ، سیاسي ډلو، سناتورانواو د ټولټاکنو د کمیسون په ګډون په بنګکاک کې روانې وې، رسماً د حکومت واګي واخیستله او په هیواد کې یې د شپې له لسو د سهار تر پنځو ګرځبندیز اعلان کړ!    فوځ چې په هیواد کې د وسلو مخنیوي په موخه راوتلی و، اوس خپله له وسلو سره په ښار او کوڅو کې ګرځي چې خلک یې پریشانه کړي!    په تایلنډ کې دا د فوځیانو ۱۱مه کودتا ده چې ترسره کوي یې!    په تایلنډ کې سور جامې د حاکم ګوند خلک دي او د زیړو جامو والا مخالفین دي! نن فوځیانو د مخالفینو مشر چې د تیرو شپږو میاشتو څخه را پدیخوا په یوه ځانګړي شخصیت بدل شویدی، نیولی دی!!!