اوکراين کې د ياغيانو خلاف عملياتو کې مرګ ژوبله شوې.


د اوکراین د حکومت عملیاتو چې د باغیانو خلاف یې پیل کړي وو، له زیانونو سره مخامخ شوي، یوه چورلکه یې غورځیدلې چې په پایله کې یې یو پیلوټ مړ اوبل د مخالفینو له لوري نیول شویدی.
باغیان روس پلوه بیلتون غوښتونکي دي چې په سلاوینسک کې غښتلي مرکزونه لري.
کيېف دعوه کوي چې د پیښې په تړاو یې څلور باغیان نیولي دي.