
له بزنس انسایډر څخه په مننې
ژ: نعیم نسیم، کابل
اګست۲۰۱۳،۱۵
نوټ: حبیبه عبدالعزیز د مصر د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د مطبوعاتي سلاکار لور وه چې فوځیانو ووژله.
په عربي اماراتو کې میشت د ایکسپریس تلویزون له ځوانې خبریالې حبیبه احمد عبدالعزیز سره د خپلې مور شیبه په شیبه اړیکې:
نوموړې پرون د پولیسو لخوا وویشتل شوه. ددې مور صابرین منجود ددې سره خپلې لیکلې مکالمې په فیسبوک کې شریکې کړیدي.
۶:۱۹ سهار:
مور: حبیبې، راته وایه څه وضعیت دی؟ زه ۱:۳۰ بجې چې ستا په وخت ۱۱:۳۰ وې ویده شولم. حمله خو نه وي شوي؟ راته وایه!
حبیبه: پولیس او فوځیان د دروزاو په لوري را نږدې کیږي. د رسنیو مرکز اوس په مؤقتي روغتون بدل شویدی. په څلور لاري کې ټول خلک په جدي ډول څک دي!
مور: ته اوس چیرته یې؟
حبیبه: یوازې ژورنالیستانو ته اجازه ورکړل شویده څو په ودانۍ کې پاتې شي.زه به د جګړې په صورت کې، څلی تر پوښښ لاندې نیسم.
مور: څلی له رابعه (جومات) څخه یو څه لیرې دی.
حبیبه: ساحوي ساتونکي اوس مهال په ټولو دروازو کې دي. زه د رسنیو په مرکز کې یم. مطلب دا چې ډیر لیرې نه دي. دروازه ښه لویه ده، ماتیدای شي.
مور: پولیس او فوځیان خو ښه ډیر دي کنه؟
حبیبه: هو، ددوی بودن پخپله یو څه تشویشونه رامنځته کړیدي او له دې لارې
غواړي خلک وډار کړي.
مور: څلي ته څنګه ځان رسوې؟
حبیبه: زه به وضعیت ته ګورم، که خلک ورو تلل، زه به ورو وم او که په منډو وو نو زه به هم منډې وهم.
مور: خدای (ج) دې مل شه لوري!
۷:۳۳
مور: حبیبې، کوم تازه خبر لری؟
حبیبه: بهرني خبریالان همدا شیبه را ورسیدل.
مور: زه د لاریون کوونکو په اړه پوښتم. ته څنګه یې؟
حبیبه: تر دې دمه مې درې ډول دواوې اخیستې دي. سخت ساړه دی، لړزیږم.لاریون کوونکي ښه ډیر او پوره څک دي. دوعا را ته کوه مورې!
مور: خدای (ج) مو دې مستقیم، ثابت او پخپله خبره ولاړ ساتي. خدای (ج) دې
قدرت راکړي. زه په خدای (ج) باور لرم.
حبیبه: زه د فلټپارم په لوري ځم، مورې هلته ټانکونه ولاړ دی.
مور: خدای (ج) دې مونږ ته ثبات په نصیب کړي. خدای (ج) دې بریا زمونږ په نصیب کړي...
۱۲:۴۶ ماسپښین
حبیبې چیرته یې؟ ډاډ راکړه. زر وارې مې ټیلیفون در وکړ، وایه لورې ،ګرانې؛ سخته دې په تشویش کې کړې یم. در پسې خپه یم. وایه لوري څه روان
دي.
nnwriter@yahoo.com