
د مصر د اخوان المسلمین ویاند پخپل ټویټر پاڼه لیکلي چې تیار نه دي له مقاومته لاس واخلي. دوی به خپلو سوله ایزو لاریونونو ته تر هغه ادامه ورکوي څو د کودتا په زور ولاړ حکومت وپرځوي.
مرستیال ولسمشر محمد البرادعي خو وار د مخه له دندې استعفیٰ کړیده. د کودتا په ضد ایتلاف وایي چې دا ځل به لاریونونه له ایمان جومات څخه پیلوي.