اردوغان: نړيواله ټولنه دې، د مصر دپېښو په هکله غبرګون وښيي

\"\"
د ترکیې لومړي وزیر طیب اردوغان له ملګرو ملتونو غوښتې دي چې د امنیت شورایٰ دې د مصر د اوسنیو ټولوژنو په اړه سمدستي یوه غونډه راوغواړي.
\"څوک چې دغه ټولوژنې نه غندي هغوی د هغو کسانو په اندازه ملامت دي، چې دغه ټولوژنې یې ترسره کړیدي.\"
ده په انکرې کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې. که څه هم مرستیال ولسمشر برادعي استعفیٰ کړې خو تش په نوم نور لیبرالان او دیموکراتان لا هم له فوځیانو سره ولاړ دي او ستعفاوې یې نه دي کړي. د شرم خبره خو دا ده چې د مرسي د حکومت پرمهال د ملي نجات جبهې هم د فوځيانو له دغو کړنو څخه ملاتړ کړیدی.