امریکا له مصر سره فوځي تمرینات لغوه کړل.


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له مصریانو سره ددوی روان د "Bright Star" عملیات لغوه کړیدي خو د امریکا د هغو ۱٫۳ بلیون ډ‌الرو په اړه یې هیڅ نه دي ویلي چې دوی یې د مصر فوځ ته په کلني ډول ورکوي.
په یوې اعلامیې کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د مصري فوځ لخوا ترسره شوي عملیات په سختو ټکو کې غندلي دي. تر دې دمه پورې امریکا د مصر د فوځ لخوا د مرسي پرځول کودتا نه ده بللې او خپلې دوې مخۍ ته یې ادامه ورکړیده.