
په مصر کې د اخوانیانو مړي دلی، دلی د قاهرې په جومات کې ایښودل شویدي. کورنۍ یې هڅه کوي چې د جسدونو شاوخوا په یخ وپوښي څو د مصر په ګرمې هوا کې یې د بوی مخه ونیسي. کله چې له دوی وپوښتل شول چې خپل مړي ولې نه خښوي، ددوی ځواب دا و چې د روغتیا وزارت ددوی مړو ته وژنې سرټیفیکټ نه ورکوي. دوی وایي چې وزارت ورته ویلي هغه سرټیفیکټونه دې ومني چې د وزارت لخوا دوی ته ورکول کیږي. خو د شهداوو ورثه وایي چې د روغتیا وزارت په سرټیفیکټ کې لیکل شویدي چې شهداوو ځان وژنه ترسره کړیده—استغفروالله!