بيروت کې زوروره چاودنه شوې ده.

چاودنې ۱۷ کسان وژلې دي او ۱۲۰ نور یې ټپيان کړیدي؛ دغه چاودنه تيره ورځ د لبنان پلازمینې بیروت کې هغې سیمې ته نږدې ترسره شویده چیرې چې د حزب الله لوی مرکز پروت دی. حزب الله چې شیعه سیاسي او نظامي ډله ده اوس مهال په مستقیم ډول په سوریې کې په لاس وهنو تورنه څه چې عملاً مداخله کوي او د بشار ملا تړي. تر دې دمه چا د پیښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی. خو
عموماً نظر دا دې چې دی به د هغو ډلو کار وي چې فعلاً په سوریې کې د بشارالاسد خلاف جنګیږیږي. د حزب الله مشر حسن نصرالله یو ځل بیا له بشارالاسد څخه د ملاتړ وعده کړیده.