
د مصر د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته امر کړیدی چې که چیرې لاریون کوونکي (د مرسي پلویان) په دولتي ادارو برید کول غواړي نو دوی کولای شي چې مخه یې به ویشتلو سره ونیسي.
له بلې خوا د کابینې د نن ورځې غونډې هم د مرسي پلویان په ترهګرۍ او بربریت متهم کړیدي. د پولیسو لخوا ترسره شوي د تصفیې عملیات ددې سبب شول، چې په قاهرې کې د
مرسیانو دوه تحصن ځایونه پاک کړای شي.
جهاد الحداد وایي: د حکومت له وژونکو عملیاتو څخه وروسته، خلک خورا زیات احساساتي او هیڅوک یې مخه نشي نیولی. په سلګونو جسدونه د قاهرې په جومات کې په غولي ایښودل شویدي. د کورنۍ ژوندي غړي یې هڅه کوي چې په جسدونو د یخ کیښودلو په واسطه، د بوی مخه ونیسي.