
حازم بیبلاوي وايي د مرسي د پلویانو د ځپلو په اړه تصمیم نیول اسانه کار نه و خو لازمي او حتمي و. په مصر کې د مړو شمیره ۲۸۱ کسانو ته رسیدلې ده.
د فوځ په زور ناست لومړی وزیر وایي چې حکومت بې له ځپلو بله لار نه درلودله. "وضعیت داسې یو شکل نیولی و که په بل هر هیواد کې رامنځته شوی وای، د زغملو او منلو وړ به نه وای! اخوانیانو په روغتونونو، د پولیسو په مرکزونو حملې کولې."
حکومت په سکندریې کې هم ګرځبندیز لګولی دی.