اخوانیان: ۲۰۰۰کسان وژل شویدي


د چهارشنبې روځې په هغو عملیاتو کې چې د فوځ لخوا په لار اچول شوي وو، د مړو شمیره ۲۳۸ کسانو ته رسیدلې ده چې ۴۳ یې هم پولیس دي. خو اخوانیان وایي چې تر دې دمه یې ۲۰۰۰کسان وژل شویدي.
د مرسي پلویانو په مصر کې دوه لوی پنډغالي رامنځته کړي وو، او ویل یې چې تر هغه به مقاومت کوي څو د مصر لومړنی منتخب ولسمشر مرسي ازاد شي.
خو اوس په قاهرې کې فوځ د لاریون کوونکو دوه پنډغالي پاک کړیدي. او په ۱۴ نورو ولایتونو کې یې ګرځبندیز لګولی دی. داسې هم ویل کیږي چې د اخوانیانو د سر سړي یو ځل بیا د لاریون کوونکو لخوا نیول شویدي.
اخوانیانو پخپلو پلویانو غږ کړیدی څو د ګرځبندیز برسیره بیا هم سرکونو ته راووځي.