
د اخوان المسلمین د سیاسي څانګې ازادۍ او عدالت مشر محمد بلتاجي ځوی عَمر بلتاجي الجزیرې ته ویلي دي چې ۱۷ کلنه خور یې په د نصر ښار په رابعه العدویه کې د فوځ لخوا وژل شویده.
د سکای نیوز کیمره مین میک ډیک، په اماراتو کې میشت ایکسپریس خبریاله حبیبه عبدالعزیز هم د ټپونو له کبله وژل شویده. په ورته وخت کې ژورنالیستان له تصویر اخیستلو او د لاریون کوونکو پنډغالو ته له ننوتلو منع شویدي.
د سه شنبې سهار د ژوندیو ویډیوګانو له دودونو څخه مالومیږي چې په غازي سیمه کې د لاریون کوونکو وړه ډله د فوځ لخوا تیت شویده. د نهضه څلور لاري کنټرول اوس مهال په مکمل ډول د فوځ په لاس کې دی. له دغې سیمې څخه هر ډول
خیمې لیرې کړای شویدي او څلور لاري ته تللې ټولې لارې د پولیسو لخوا تړل شویدي. په ورته وخت کې د مصر د کابینې د رسنیو برخې سلاکار ماسپښین مهال له امنیتي ځواکونو مننه کړیده چې لاریون کوونکي یې له سیمې شړلي دي. ده د وژنو او تخریب ټوله پړه په اخوان المسلمین اچولې ده. د الجزیرې ډي. پرواز ته لاریون کوونکو په رابعه العدویه کې ویلي چې په هیڅ صورت له خپل دریځه نه تیریږي او تر اخري مرحلې پورې به د فوځ په مقابل کې دریږي.
په مصر کې فوځ د دیموکراتانو په ملاتړ، د سیمې هیوادونو نیغ په نیغې مداخلې ددې هیواد لومړی ټاکل شوی ولسمشر وپرځوه!!! فوځ هڅه کوي چې اخوانیان په دې ډول وژنو سره وډار کړي خو امکان په دې نه لري چې دغه ګوند اتیا کاله د سیاسي واک ترلاسه کولو لپاره مبارزه کړیده، مشران یې وژل شویدي، په لسګونو کلونو په زندان کې زنداني شویدي.