فوځیان په مصر کې د ځان لپاره د درواغو کمپاین کوي:


د مصر فوځیان چې په یوې کودتا کې یې ددې هیواد لومړنی دیموکرات ولسمشر محمد مرسي وپرځوه، د ځان لپاره د کمپاین پرمهال رسنیو ته ویلي دي چې د النهضه په څلور لاري کې یې د اخوان المسلمین ۱۵۰ کسان وسلوال نیولی دي.
مصري اخوانیانو په خپل څه باندې یوه میاشتني لاریونونو کې په ثبوت ورسوله چې د هر ډول تشنج، زور زیاتي، ګډوډیو خلاف دي.
دوی د لاریونونو په تاریخ کې نوی څپرکی رامنځته کړ. د لاریونونو په جریان کې یې قرآن عظیم ته مراجعه وکړله او په تلاوت یې بوخت شول. په ټولنیزو رسنیو کې نن داسې انځورونو خپاره شویدي چې لاریون کوونکي د پولیسو لخوا په داسې حال کې د زور زیاتي لاندې نیول شویدي چې په لاسونو کې یې د قرآن عظیم سپیڅلې نسخې نیولې دي.