برادعي مستعفي شو؛ د فوځ لومړنۍ ماته!

\"\"
وروسته له هغې چې د سیسي—د مرسي د وخت د دفاع وزیر تر مشرۍ لاندې فوځيانو او پولیسو په ګډو عملیاتو کې لاریون کوونکي وډبول، ووژل، ژوبل کړل؛ په مصر کې په ګرځبندیز ولګیده او اظطراري وضعیت اعلان شو.
محمد البرادعي چې د همدې فوځیانو په وزر واک ته رسیدلی و، نن د فوځیانو د ظلم له کبله خپلې دندې ته د پای ټکی کيښوده او دنده یې پریښودله. محمدالبرادعي چې د نوبل جایزې ګټونکی دی، د مصر د مرستیال ولسمشر په ټاکل کیدو سره یې خپل حیثیت له لاسه ورکړ او د فوځیانو د لاس آله وګرځیده.
اوس مهال یې چې استعفیٰ کړې له دې ښکاري چې نور نو فوځ خپل مشروعیت له لاسه ورکوي ځکه ستر ملاتړی یې ورسره نشته!!!