په مصر کې د فوځ کلابندي: د نړۍ لومړني غبرګونونه

 د مرسي د وخت د دفاع وزیر فتاح سیسي په مشرۍ نن فوځ سهار د وخته د قاهرې په بیلابیلو برخو کې د لاریون کوونکو خلاف عملیات پیل کړل څو هغوی له څلور لارو څخه پاک کړي او په ښار کې روان په ټپه ولاړ وضعیت ته د پای ټکی کیږدي.
تر دې دمه اروپا، امریکا، ملګرو ملتونو، د بشر د حقوقو د څار ادارې، دیموکراتیکو نهادونو کوم جدي غبرګونونه نه دي ښودلي. خو په اسلامي نړۍ کې ایران، ترکیه، قطر هغه لومړني هیوادونه بللی شو چې په مصر کې د فوځ لخوا ترسره کیدونکی او روان وضعیت یې غیربشري، غیردیموکراتیک او غیر اخلاقي بللی دی. فوځ نن د قاهرې په رابعه العدویه او نهضه کې لاریون کوونکي کلابند کړیدي.
د قطر رسمي خبري آژانس د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې د فوځ لخوا ترسره شوی چلند په هیڅ ډول ورته د منلو وړ نه دی. په رابعه العدویه او نهضه کې یې د هغوی چلند په سختو ټکو کې غندلی دی. ایران د پولیسو لخوا ترسره شوی چلند "ټولوژنه" بللې ده.
د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل د پولیسو او فوځ چلند د "منلو وړ" نه دی بللی. ده په ملګروملتونو او عرب لیګ غږ کړیدی څو ددې "وژلو" مخه ونیسي.