عدلي منصور په مصر کې اضطراري حالت اعلان کړ:

د مصر مؤقت ولسمشر عدلي منصور د یوې میاشتې لپاره اظطراري حالت اعلان کړیدی.
له نن سهار څخه تر دې مهاله ۹۵ کسان د فوځ لخوا وژل شویدي. فوځ مقرر کړي مشر عدلي منصور له فوځ او پولیسو څخه غوښتي چې په هیواد کې د لاریون کوونکو د مخنیوي په موخه هر ډول اقدامات ترسره کړي. ګرځبندیز به د قاهرې په ګډون په نهو نورو ولایتونو کې هم د پلي کیدو وړ وي.
په ورته وخت کې د مرسي لخوا تعیین شوي والیان هم له دندو ګوښه کړای شویدي.