دIOM له خوا د ٢٦ سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

 په خوست ولايت کې د IOM مرستندويه ادارې په چوکاټ کې دHAP پروګرام د لارې د شپږويشتو هغو کورنيو سره د (( درې سوه شپېته زره )) افغانيو په لګښت مرسته وشوه، چې د سېلابونو راوتو له امله زيانمن شوي وې.
دغه سېلابونه چې د اختر نه څو ورځې مخکې دخوست په مرکز او ولسواليو کې د سختو بارانونو داورېدو له امله راوتلي وو،  زيات شمېر کورنيو ته يې د سر او مال زيانونه اړولي وو.
 
دخوست د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له مخې دغو سېلابونو په مرکز او ولسواليو کې دوولس تنه شهيدان او٧ تنه يې ژوبل کړي وو او په  ورته بڼه يې د خلکو کورونه، دوکانونه، کرنيزې ځمکې، استنادي دېوالونه او عام سړکونه تخريب کړيدي.
 
هغه مرستې چې سېلاب ځپلو کورنيو ته ووېشل شوې، په کې خېمې، ترپالونه، ستلونه، کمپلې، د پخلنځي سامان الات اوځينې نور د کورنۍ د اړتياوو په پام کې نيولو سره شيان شامل وو.همداشان د اوبو د صفا کولو درمل ((کلورين)) هم ورکړل شول.
 
دمرستې د وېش پرمهال د ولايت مقام نماينده وياند مبارزمحمدځډراڼ ، د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتوالي د ادارې ريس انجينرمحمداکبر او د IOM موسسې استازي ګډون درلود او هرې کورنۍ ته يې د ((١٤٠٠٠)) څوارلس زره افغانيو په لګښت برابر کړل شوي توکي ورکړل شول.
 
د ولايت مقام وياند مبارزمحمدځدراڼ وويل ، چې د خوست ولايتي اداره پدې هڅه کې ده، چې د ټولو زيانمن شويو کورنيو لپاره کورنۍ او بهرنۍ مرستې راجلب کړي، ترڅو دغه کورنۍ وکولى شي، بېرته عادي حالت ته راوګرځي او ارامه ژوند ولري.
 
د نوموړي په وينا تېرو او اوسنيو سېلابونو دخوست په مرکز او ولسواليو کې زيات شمېر کورنيو ته د ځاني زيان ترڅنګ مالي زيانونه هم اړولي دي او هڅه به وکړي، چې د دغو ستونزو د رفع کولو لپاره لازمې مرستې ترسره کړي، همداشان دخوست –ګردېز سړک په اوږدو کې د تخريب شويو ځايونو د جوړېدو او د نورو تهديدونو دمخنيوي لپاره د فوايد عامې وزارت نه رسمي غوښتنه کړي، چې په هکله يې لازم  اقدامات  ترسره کړي.
 
هغه کورنۍ چې په سېلابونو کې زيانمنې شوي وې، د دغه مرستو په ترلاسه کولو يې د ولايتي ادارو  او مرستندويه موسساتو مننه وکړه، چې ددوى سره يې پدغه سخت حالت کې اړينه مرسته ترسره کړه.يو تن زيانمن شوي له رسنيو سره په خبرو کې وويل دا ډول مرستې خلک تر يوه بريده له ستونزو خلاصولى شي.
 
 نوموړي وويل هغه مالي زيانونه چې دوى ته اوښتي ، ډېر زيات دي، نو غوښتنه يې وکړه، چې ولايتي اداره او مرستنديه ادارې دې په خوست ولايت کې د ټولو زيانمنې شويو کورنيو سره مرستو ته دوام ورکړي.
 
دا پداسې حال کې د ه، چې د څو اونيو راپدېخوا په پرلپسې توګه سخت بارانونه اوري او هرځل خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه اړوي.چې دخوست ولايتي ادارې د اضطرار کمېټې له لوري د اختر څخه دوه ورځې مخکې هم  د يوولس ١١ سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته شوي وه.
 
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
 
نېټه:١٣٩٢-٥-٢٣
 
فدامحمدساحل