د ناټو په برید کې یوې زیانمنې کورنۍ سره ۱۳لکه افغانۍ نقدي مرسته و شوه .

 دخوست ولایتي ادارې په غوښتنه په دوه منده ولسوالۍ کې دیوې کورنۍ سره چې څه موده وړاندې د اېتلاف ځواکونو له خوا دهوایي بمبارد په ترڅ کې په شهادت رسېدلي وو، ۱۳لکه افغانۍ نقدي مرسته وشوه .
خوست والي عبدالجبارنعیمي وویل دغه مرسته د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي په خاصه لورینه د ۹۹کوډ څخه منظوره شوي ده .
د خوست د دوه منده شمل ولسوالۍ د سېدخېلو په سیمه کې د ناټو ځواکونو له خوا د بمبارد په پایله کې زیانمنې کورنۍ غړو ته د مرستې د ورکړې په مراسمو کې والي عبدالجبارنعیمي ، د دوه منده ولسوال حسېن جان شېرزي، د ولایتي شورا وکیل جان میرځاځي ،مولوي مفتي حبیب الرحمن ، دځدراڼو او منګلو قومونو مشرانو ، د امنیه قوماندانۍ ، ملي امنیت د ادارو استازو  او دهوایي برید په پایله کې د زیانمنې شوي کورنۍ غړو ګډون درلود.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي د خپلو خبرو پر وخت د یادې پېښې په رامنځته کېدو سخت خفګان ښکاره کړ، ده وویل چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۳تنه غړي ،چې په کې د نارینه وترڅنګ ښځې او ماشومان هم شامل ول .د ناسمو مالوماتو په اساس د اېتلاف ځواکونو د هوایي برید په پایله کې په شهادت رسېدلي وو.
ښاغلي نعیمي وویل دغه پېښه سخته دردوونکي وه ، خو بیا هم موږ باید دهر سخت حالت د زغملو حوصله ولرو.نوموړي د زیانمنې کورنۍ له غړو وغوښتل ، چې دمرسته شویو ۱۳لکو افغانیو له لارې په پېښه کې د شهیدان شویو خویندو ، وروڼو د  اولادونو لپاره د ژوند کولو ضروري توکي واخېستل شي، خو له دې علاوه هغه ماشومان چې میندې او پلارونه یې د برید پرمهال شهیدان شوي ، باید په روزنه کې یې سمه پاملرنه وشي، ترڅو په راتلونکي کې د زیاتو مشکلاتو وژغورل شي .
والي عبدالجبارنعیمي او د ناستې برخوالو د غونډې په وروستۍ برخه کې  د لوی خدای ج دربار ته خپل لاسونه لپه کړل او د پېښې قربانیانو شویو کسانو ته یې د جنت الفردوس او وارثینو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه .
د یادولو وړ ده، چې ددوه منده شمل ولسوالۍ د سېدخېلو په سیمه کې د اېتلاف ځواکونو په هوایي برید په پایله کې زیانمنو غړو ته د خوست والي عبدالجبارنعیمي په لاسونو د ۹۹کوډ څخه منظوره شوي ۱۳لکه افغانۍ د ټاکل شوي درې کسیز هیت په وړاندې ورکړل شوې .
ورځ :پنجشنبه
نېټه :۱۳۹۰/۶/۳
فدامحمدساحل