\

 له العربیه څخه په مننې
ژ. نعیم نسیم
د کتاب نوم: توفان او لونګۍ
خپرندوی: مدارک
لیکوال: محمد الهادی الحناشي
د بحث موضوع: د شوروي له یرغل څخه نیولې بیا تر طالبانو پورې موضوعات یې تر څيړنې لاندې نیولی دي.
د طالبانو منځ ته راتګ:
طالبان څنګه رامنځته شول؟ پاکستان یې په ملاتړ کې څه رول درلوده؟ امریکا له څه وخته غوښتل چې له طالبانو سره خبرې وکړي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې لیکوال یې د ځواب ویلو هڅه کړیده. لیکوال دې پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته سفرونه کړیدي.
بریالی امارت او ناکامه ولسواکي:
ددې کتاب فرعي د بحث موضوع ده. لیکوال اوسنۍ دیموکراسي له ماتې سره مخامخ بللې که څه هم له ځان سره نړیوال ملاتړ لري او طالبان یې بریالي بللی دي.
د ۱۰کلونو د پلټنو پایلې:
لیکوال ددې کتاب لیکلو لپاره افغانستان ته سفرونه کړیدي. له بیلابیلو ولایتونو څخه یې لیدنه کړیده. د افغانستان د سیاسي او ټولنیز ډ ګر له فعالینو سره یې مرکې کړیدي. ددې کتاب اهمیت په دې کې دې چې نړیواله ټولنه له هغه دښمن سره یو ځل بیا خبرو ته کیني، چې یو وخت یې حتیٰ د خبرو وړ هم نه بلل.
د کتاب مهم څپرکي:
باز او ښکار، د نجیب باز، د هندوکش غرونه او افغانستان، پاکستان او طالبان، ناڅاپي ظهور، امیر ملاعمر
کتاب د افغان جګړې په اړه له ځان سره جالب بحث لري؛ دعا کوو چې یو څوک یې پښتو ته وژباړي. \"\"