
نن هغه ورځ باالاخره را ورسیدله چې د مصر فوځي حکومت خپلو اخطارونو ته رسمي جامه په تن کړي.
د مرسي پلویان له یوې میاشتې څخه را پدیخوا د پلازمینې قاهرې او نورو لویو ښارونو په سرکونو خیمې وهلی دي او د هیواد د لومړي منتخب ولسمشر ازادیدل غواړي چې فوځیانو په یوې کودتا کې وپرځوه او اوس مهال بندي دی.
تر دې دمه ۱۵ کسان وژل شویدي. د الجزیرې خبریال وایي چې دودونو د قاهرې فضا نیولې او د لاریون کوونکو په سر چورلکې تاویږي. پرون سه شنبه هم، د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ په اخ و ډب کې یو کس وژل شوی و.
یوه پوښتنه:
د مرسي په ټولې دورې کې د لاریون کوونکو په ضد دا ډول زور زیاتی نه دی کارول شوی او نه هم دومره کسان وژل شویدي چې فوځیانو په یوې میاشتې کې ووژل. نو آیا د نوبل جایزې ګټونکی محمد البرادعي چې اوس مهال مرستیال ولسمشر دی، به له خپلې دندې استعفیٰ وکړي؟ ځواب به معلومیږي چې څه کیږي.