افغانستان که کارپوهستان !

 ديوه هېواد دپرمختګ او ترقۍ لاملونه ډيرزيات دي ،که په نړۍکې دپرمختللو هېوادونو دپرمختګ ،قدرت ،ترقۍ ،اقتصادي ودې ،سياسي نفوذ اويا نورو اړخونو په تړاو څيړنې ترسره شي ،دڅيړنو له پايلو به هرچاته معلومه شي چې ښه رهبري ،قوي مديريت ،سالمې ادارې ،ژمن نظامونه ،ژمن ملتونه ،کار اهل کارته سپارل ،تجربې ،مسلک او تخصص ته درناوى هغه لاملونه دي چې ځينې هېوادونه يې په نړۍ کې په لويو اقتصادي ،سياسي اونظامي قدرتونو بدل کړي دي اوپه دې پيړۍ کې يې په نړۍ کې داسې پرمختګونه او مثبت بدلونونه رامنځته کړي چې دحيرانتيا او پام وړ دي.
علمي خبره ده وايي هغه څه چې له علم څخه لوړ دي هغه تجربه ده ،مسلک اوتخصص بيا ديوشخص لپاره هغه ځانګړتياوې دي چې تجربه لوړوي او زياتوي ،که نړيوال مطبوعات وکتل شي همېشه له هغه کارپوهانو او تجربه لرونکو کسانو سره دمسايلو په تړاو مرکې کوي چې دنړۍ په پرمختللو او معتبرو پوهنتونونو کې يې زده کړې کړې وي ،په يوه برخه کې تخصص لري او ديوه کارپوه په توګه خپل نظر ،مشوره او مفکوره وړاندې کوي ،دهرڅه په تړاو خبرې نه کوي بلکې يواځې دهغه موضوعاتو او مسايلو په تړاو نظر ورکوي چې له مسلک سره يې اړخ لګوي ،بله ځانګړتيا دا لري ، يواځې هغه پوښتنو ته ځواب ورکوي چې دمسلک او کاري ساحې سره يې داصولو له مخې سر خوري.
په نړيواله کچه ډير دڅيړنو ،لوستنو او شننو داسې مرکزونه شته چې بيا له همدې وړاندې شويو نظريو ،مشورو او مفکورو څخه ګټه پورته کوي په علمي ژورنالونو او څيړنيزو راپورونو کې يې دنقل قول په حيث له هرې خبرې څخه ګټه اخلي ټولنې ته يې وړاندې کوي.
که دافغانستان دې وروستۍ لسيزۍ ته چې دبدلون دلسيزې په نوم هم ياديږي ،کتنه وشي ،په ډيرو برخو کې دنويو څپو ،پرمختګونو او بدلونونو درامنځته کيدو ترڅنګ نورې پديدې هم راپيدا شوې ،دنړۍ دنورو هېوادونو څخه په ډيرو برخو کې دتقليد لړۍ پيل شوه ،يوپرمختګ او مثبت بدلون خو په افغانستان کې داساسي قانون دڅلورديرشمې مادې پربنسټ دبيان دازادۍ دحق تضمين او تثبت دى چې وګړو ته ورکړل شوى دى ،درسنيو فعاليت بل هغه ګام دى چې سارى يې په تير تاريخ کې نه ليدل کيږي داچې درسنيو فعاليت ،موخې او دخپرونو منځپانګې څنګه دي ،بېله موضوع ده بل بحث غواړي.
ولې هغه څه چې دلته غواړو يو څه پرې وليکو هغه په رسنيو په ځانګړې توګه انځورويزو او غږيزو رسنيو کې دکارپوهانو دشننو ،نظرياتو او مشورو دوړاندې کولو بحث دى ،چې هره ورځ دهراړخيزه چارو نوي کارپوهان راپيد ا کيږي او له ټلويزيونونو او راډيوګانو څخه خلکوته هر څه چې غواړي وړاندې کوي ،په افغانستان کې دکارپوهانو په نوم چې کوم کسان له رسنيو سره مرکې کوي دا څو ډلې دي هره ډله يې ديوې سرچينې او هدف لپاره کارکوي په دې هېواد کې دا مهمه نه ده چې کارپوه په کومه برخه کې تخصص لري او څومره يې زده کړې يې کړې دي او په عملي توګه يې په کومو دولتي ادارو او سازمانونو کې کار کړى دى اوتجربه يې څومره ده ،بلکې په افغانستان کې دکارپوه لپاره همدمره مهمه ده چې خبرې وکړاى شي اويواځې هغه څه ووايي چې ورته موضوع ورکړل شوې وي نور يې دزده کړې ،تجربې ،علميت او شخصيت په اړه څوک پوښتنه نه کوي.
لومړۍ ډله کارپوهان خو دواکمن نظام په اشاره په رسنيو کې شپه او ورځ په نوبت سره د نظام په ګټه خپل نظريات وړاندې کوي له ډيرو ستونزو او ننګونو سترګې پټې وي ،ولس ته همدا وايي چې دايو داسې بريالى نظام دى چې په نوره نړۍ کې يې بېلګه نه ليدل کيږي ،ټولې تګ لارې او کړنلارې يې دولس په ګټه دي ،تر يوه حده واقعيت وايي مګر ډيرې داسې ستونزې شته چې اوسنى نظام يې په هواري کې پاتې راغلى دى ،چې بايد دهواري لپاره ورته لاره پيدا کړي ،دغه ډله کارپوهان که غواړي ولس ته واقعيت ووايي په ستونزو او ننګونو هم بايد بحث وکړي ،ترڅو دولس سره هم دا درک پيدا شي چې له نظام سره همکاري وکړي او دستونزو په هواري کې له خپل دولت سره همکار شي ،که همدغه کارپوهان په ورته توګه له ستونزو او ننګونو څخه سترګې پټې کړي اويواځې مثبتې څرګندونې اوشننې وکړي ،واکمن نظام ته په ملي کچه سخت زيان رسوي د ولس او دولت ترمنځ واتڼ نور هم زياتيږي په داسې حال کې چې دواکمن نظام دبېلابېلو چوکاټونو او سرچينو له لارې دغه کارپوهانوته امتيازات هم ورکول کيږي دامتيازاتو څخه بايد مشروع او سالمه ګټه پورته نه شي.
دوهمه ډله کارپوهان بيا دبهرنيو هېوادونو دسفارتونو سره اړيکې لري ،سفارتونه ورته خام مواد ورکوي ،ترڅو يې درسنيو له لارې دکارپوهانو په ژبه خلکو ته وړاندې کړي ،دغه ډول کارپوهان هم امتيازات لري ،يا به بهرنى پاسپورت او تابعيت لري او يا به نور مادي او معنوي امتيازات لري ،هرڅه چې وايي ورته پام نه کوي ډير داسې مسايل وايي چې کله له ليدونکي يا اوريدونکي سره فکر پيدا شي چې دغه کارپوه شايد دامريکا او انګلستان وي ځکه ټولې خبرې يې دهغه او دغه هېواد په ګټه دي،دغه ډله کارپوهان بيا ډير په شدت او قوت سره دواکمن نظام په کړنو بآندې نيوکې هم کوي ډير خو په کې داسې شته چې پردى سفارت ترخپل حکومت قوي او غوره ګڼي.
دريمه ډله کارپوهان بيا دبهرنيو هېوادونو داستخباراتي سرچينو سره اړيکې لري ،داسې نظريات او خبرې ټولنې ته وړاندې کوي چې په منځ کې يې دپرديو استخباراتي شبکو تبليغاتي شعارونه پټ وي ،څوک پرې پوهيږي او څوک نه پرې پوهيږي ،په هرټلويزيون او راډيوکې چې خبرې کوي ،که دهرڅه په اړه پوښتنه ترې وشي ،هغه ټکي حتماً په کې وايي چې استخباراتي سرچينو ته ورکړى وي ،دمنفي اومثبت تفکيک نه شي کولى خو هغه خبرې ښه کوي چې دپرديو ګټې خوندي کولى شي ،ديوهېواد په پلوى خبرې کوي او دبل هېواد پرضد نظريات خپروي.
څلورمه ډله کارپوهان بيا دهغه ګوندونو اوډلو سره اړيکې لري ،چې سرچينې يې بهرنۍ وي خو فعاليت او مبآرزې يې بيا په افغانستان کې دقدرت دترلاسه کولو لپاره دوام لري ،دغه ډله کارپوهان چې له هرګوند سره تړاو لري ،خپلې ډلې ته مقدس خطابونه کوي اوپه هېواد کې دخپلو اکۍ ،ازادۍ ،اتلولۍ ټولې کارنامې او وياړونه خپل بولي ،مخالف ګوندونه او ډلې بيا دهېواد دتخريب او ورانۍ لامل بولي ،په دې ډله کې داسې کسان هم شته چې په ټولو کورنيو جګړو او ناخوالو کې يې لاس درلود ،خو اوس دکارپوهانو په نوم په رسنيو کې په هرڅه خاوري اړوي ځان هم جنت بولي اوهم يې په دنيا او اخرت کې دثوابونو څخه برخمن بولي ،ولس دغه ډل کارپوهان پيژني ،خو هغه څه چې ولس نورهم بايد ځان پرې پوه کړي هغه داده چې په افغانستان کې هرګوند او ډله حتماً ديو بهرني هېواد سره دمعاملو په اساس اړيکې لري.
پنځمه ډله هغه دګوتو په شميره کارپوهان دي چې دمسلک اوتخصص پربنسټ شننې کوي ،دا نو څو کسان دي ،چې يوه موضوع دعلميت ،درايت ،تجربې او درک له مخې ترڅيړنې اوشننې لاندې نيسي اوپه اړه يې ولس ته معلومات وړاندې کوي ،دغه ډله کسان کم دي ،چې کموالى يې ددې لامل ګرځيدلى دى چې دکارپوهانو پورته يادې شوې ډلې بيا دې ته دليوانيانو خطاب کوي ،واقعيت دادى چې همدغه دګوتو په شميره کسان اصلي کارپوهان دي چې دعلميت ،تخصص ،مسلک اوتجربې په اساس ښه تحليل لري او دقيق نظريات وړاندې کوي ،امتيازات يې يواځې خپل علميت او دوکتورين دي نور څوک څه نه ورکوي ،خو يوه ستونزه لري هغه داچې اوس يې تګ لاره بدله شوې ده ،ټوله ورځ په ټلويزيونونو کې ناست وي دخپل ميز برخوال نه پيژني ،هرڅوک چې څنګ کې ورسره کېښني ،ورسره کېښني ،دا ښه نه ده ،لومړى بايد پوښتنه وکړي چې دميز نور برخوال څوک دي ترپوښتنه وروسته په خپرونه کې دګډون په اړه پريکړه وکړي.
شپږمه ډله کارپوهان بيا کار اوبار نه لري غواړي دټلويزيون او ياراډيو له لارې ځان مشهور کړي ،په چا نيوکې کوي دچا صفت کوي ،هدف يې داوي چې له همدې لارې يو چيرته ځان ته مصروفيت پيدا کړي ،دغه ډله کارپوهان همېشه دلوړ پوړو چارواکو صفتونو کوي ،کله چې مصروفيت پيدا کړي بيا درسنيو څخه بې درکه شي .
اومه ډله يې بيا ځان ته دمدني ټولنو په چوکاټ کې دکارپوهانو خطاب کوي ، په رسنيو کې چې کله خبرې اوشننې کوي خلکو ته داسې ځان ښکاره کوي چې ټولو سرچينو او معلوماتو ته لاس رسۍ لري او هرڅه ورته معلوم دي ،دغه ډله کارپوهان بيا ځانګړي ځانګړي پروژې لري دخپلو پروژو او اهدافو لپاره مبارزې کوي .
اتمه ډله کسان بيا هغه کارپوهان دي چې دګرديو ميزونو دچلوونکو خبريالانو سره ملګرتيا لري ، چلوونکي خبريالان ورته وايي چې راځه په خپرونه کې راسره ګډون وکړه يو څه خو به ووايي ،کله ورته ليکي چې دټولنيزو چارو کارپوه ،کله ورته ليکي دتاريخي چارو کارپوه او کله ورته ليکلي دهراړخيزه چارو کارپوه راسره مېلمه دى ،دپورته ډلو ترڅنګ نور کارپوهان هم شته چې کله کله راپيدا شي اوکله کله بيا ورک شي.
دبلې نوې مو خبر کړم ، اوس وايي چې دهر ټلويزيون ګردي ميزونه په پېسو هم اخيستل کيږي ،هرکړۍ چې غواړي بله کړۍ تخريب کړي دټلويزيونونو او راډيوګانو هغه خپرونه چې دبحثونه لپاره ځانګړې شوي دي په پېسو اخلې ، له لسو زرو ډالرو څخه ان تريولک ډالرو پورې ديوې خپرونې قيمت رسيدلى دى او يايې دخبريالانو سره لارې جوړيږي ،پېسې ورکوي او ورته وايي چې فلانى او فلانۍ کس مېلمه کړه ،وخت ورته ورکړ چې خبرې وکړي ،دبېلګې په توګه کله داسې هم شوې چې يوه خپرونه دچاپيريال ساتنې په اړه جوړه شوې وي خو کله چې دخپرونې دميز دبرخوالو کارپوهانو نظريات وکتل شي ،په هغه مضوعاتو باندې به خبري کوي چې په هيڅ صورت سره به دموضوع سره اړخ نه لګوي.
که واقعيت ومنو ،په دې هېواد کې چې اکثريت خلک يې بې سواده دي ،لومړى خو مونږ په هره برخه کې کارپوهان نه لرو يواځې په يو شمير عرصو کې دګوتو په شمير څوکس کارپوهان لرو نور چې کوم کسان دکارپوهانو په نوم په ټلويزيونونو او راډيوګانو کې خبرې او شننې کوي ،په واقعيت کې په ټولنه کې داصلاح اوپرمختګ بنسټونو ته زيان رسوي او دبيان ازادۍ ته سپکاوى کوي ،که هره ورځ په افغانستان کې ټلويزيونونه او راډيو ګانې وليدل او يا واوريدل شي ،سړى حيران شي چې دا افغانتستان دى که کارپوهستان دى؟
کارپوه هغه څوک وي چې په يوه برخه کې يې ښې زده کړې کړې وي ،لوړه پوهه ولري ،تخصص ولري په اړونده کاري برخه کې تجربه ولري اودخپلې کاري ساحې دپرمختګ په ټولو معيارونو او اصولو باندې پوه وي .
وړانديز مو دادى چې ټولې رسنۍ بايد قانون رعايت کړي ،دبيان دازادى څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي ،دژور ناليزم دټولو ژانرونو ،معيارونو او اصولو سره سم خپرونې جوړې کړي ،هرچاته ددې وخت ور نه کړي چې ټولنې ته غلط پيغام واستوي بلکې هغه چاته بايد دکارپوه په حيث وخت ورکړي چې په واقعيت کې دخپرونې لپاره ډټاکل شوې موضوع په اړه علمي پوهه ولري او وکولى شي ديو واقعي کارپوه په حيث ټولنې ته دقيق او له مانا ډک پيغام او نظر وړاندې کړي.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې برخه کې ډير زيات مسووليت لري ،يوداسې ميکانيزم بايد درسنيو لپاره جوړ کړي چې رسنۍ يې په اساس وکولى شي قانون او معيارونو ته درناوى وکړي اوپه جدي توګه يې رعايت کړي ،داسې نه چې رسنۍ خپلې خپرونې په پيسو باندې خرڅوي خو اطلاعات او فرهنګ وزارت پرې خبر هم نه وي ،دنړۍ په هيڅ هېوادکې تراوسه پوري دبيان دازادۍ حق خرڅ شوى نه دى .
بريالى روان