
حيران يو چې په دې هېواد کې به څه وخت اساسي او منظم اصلاحات رامنځته کيږي ،هر لوري ته چې دهيلو او ارمانونو سترګې پرانيزو له ناهيلو او ننګونو سره مخامخ کيږو،لاهم په دې خاوره کې سترې بدمرغۍ او ناخوالې موجودې دي خو بيا هم افغان ملت ژوندى دى او هيله لري چې روښانه راتلونکي به ولري.
په حقوقي چوکاټ کې دولتونه درې قوې لري چې هره قوه يې ځانګړې دندې،صلاحيتونه او مسووليتونه لري، که په قانوني،منظمه او اساسي توګه يې سرته ورسوي ډيرې هغه ناخوالې او بدمرغۍ به پاى ومومي چې خلک يې له ناهيلو او بدمرغيو سره مخامخ کړى دي.
افغانستان کې ټول بنسټونه نوې اېښودل شوي تمه وه چې ورځ تربلې به دا بنسټونه پياوړي او ولس ته دخدمت په ډګر کې به رېښتني شي،اوس داسې ښکاري چې اېښودل شوي بنسټونه هم په اساسي توګه نه دي اېښودل شوي بلکې يواځې پرې حساب شوى دى ،همدا لامل دى چې په هېواد کې سياسي بحران موجود دى ولس او حکومت ترمنځ واټن زيات شوى پر دولت باندې ولسي باور کم شوى دى.
تيره ورځ ولسمشر غني ولسي جرګې ته خپله کابينه تر اوږده ځنډ وروسته معرفي کړه، دا چې څه ډول،دکوم هويت او شهرت لرونکي اشخاص يې ولسي جرګې ته معرفي کړل پر دې بحث نه کو ځکه په هېواد کې سياسي او امنيتي بحران ژور دى، خو د ولسمشر له لوري دکابينې اعلان د ولسي مړې هيلې ژوندۍ کړې دي ځکه دا ولس اوس په هېواد کې امنيت او حکومت غواړي د ګډوډۍ ،جګړې،نا امنۍ ،بې کارۍ او خراب اقتصادي حالت زغم نور نه لري.
ولسمشر د ولسي جرګې غړو ته ښه درس ورکړ او خپل پلان يې ور سره شريک کړ، کله چې ولسمشر ولسي جرګې ته وينا کوله د ولسي جرګې اکثريت غړي په خوب او خيال کې و، ځکه چې د ولسمشر د علمي او ګټورو خبرو پر اهميت باندې نه پوهيدل.
ځکه نه پوهيدل چې دافغانستان ولسي جرګه دنورو هېوادونو په شان نه ده ، په نورو هېوادونو کې د قواننيو متخصص،خلکو ته منلي،خدمتګار،پوه او پاک کسان پارلمانونو ته لاره پيدا کوي بيا دخپلو هېوادونو او ولسونو لپاره ستر خدمتونه سرته رسوي،اغيزمنې تګ لارې اودټولنې دذهني او عيني شرايطو مطابق قوانين په تصويب رسوي.
په افغانستان کې بيا خبره بله ډول ده،په دې هېواد کې په استثناء دځنيو کسانو چې په قانون پوه دي،ښه شهرت او سابقه لري نور اکثريت هغه کسانو دې قوې ته لاره پيدا کړې چې زياتې پيسې يې په مصرف رسولې او غيرې قانونې کړنې يې سرته رسولې دي، همدا اوس که دټول هېواد په کچه يوه دقيقه سروې وشي، د ولسي جرګې اوسني وکيلان ځکه وکيلانو ورته وايو چې دوکالت په چوکيو ناست دي ، په ډيرو ناروا کړنو کې لاس لري، دځمکو غصب، له قانون ماتونکو کړيو حمايت،د ادارو داستخدام په پروسه کې څرګندې مداخلې، پر وزيرانو دخپلو شخصي ګټو لپاره فشار واردول، په ادارو کې دخپلوانو مقررول،بهرنيو هېوادونو ته په بورسونو کې د خپلو اولادونو او دوستانو استول،دکابل په هوټلونو کې دبې ځايه محفلونو جوړول،دسيمه ييزو ادارو په چارو کې پرلپسې ناروا مداخلې،دپروژو دقراردادونه لاسته راوړل هغه غيرې قانوني او ناروا کړنې دي چې دوکالت په چوکيو ناست کسان يې ددغه مظلوم ملت په منځ کې سرته رسوي او پر دې کړنو افتخار هم کوي،د دې يادونه هم اړينه ده چې په ولسي جرګه کې داسې کسان هم شته چې په واقعيت کې د وکالت اهليت،وړتيا او شايستګي لري خو دغه کسان دګوتو په شميره ده ،هرڅه چې وکړي کوم ځاى نه نيسي ځکه اکثريت يې خپل جيبونه ډکوي.
کله چې دغه دوکالت پر چوکيو ناست کسان بهرنيو هېوادونو ته سفر کوي، ددې پرځاى چې د سفر موخه او اجنډا تعقيب کړي، په نورو کارونو بوخت کيږي په داسې کارونو چې يادول يې هم ښه نه دي.اوس چې ولسمشر خپله کابينه ولسي جرګه ته معرفي کړه د وکالت پرچوکۍ ناستو کسانو لپاره د وکالت مارکيټ نور هم ګرم شو، له يوې او بلې لارې نوماند وزيرانو ته په يوه او بله بهانه سره داسې اخطارونه ورکوي چې بايد دوى ته تسليم شي او د دوى غوښتنې ومني کنه نو په هيڅ صورت به ورته داعتماد رايه ورنه کړي.
تاسې وګورئ دا مظلوم او ځوريدلى ملت اوس په کوم حالت کې ژوند کوي،هرڅوک يې په برخليک لوبه کوي ،څوک په قدرت کې خپله ونډه غواړي،څوک له وزيرانو خپل حق غواړي،څوک د ډلو او حزبونو حق غواړي ،څوک دهر ولايت لپاره وزير غواړي بلکې هر زورواکۍ ځانګړې غوښتنې او هيلې لري.
ولې ملت لاهم ژوندى دى، هيلې او ارمانونه لري،هغه څوک چې تش په نوم دملت داستازيتوب چيغې وهي ، په هيڅ صورت دا چيغې او نارې دملت چيغې نه دي، دشخصي ګټو لپاره پورته کيږي او دهمدې ګټو په لاسته راوړو سره غلي کيږي.
قانون جوړونه،استازيتوب او څارنه د ولسي جرګې دوکيلانو سترې دندې دي، کوم کسان چې اوس دوکالت پرچوکۍ ناست دي اکثريت يې له دې دندو څخه عاجز نا خبره دي،ځکه چې يواځې پوه،متخصص،پاک،ايماندار،خدمتګار او په قانون پوه کسان دغه دندې سرته رسولى شي ،پيسې،زورواکي او قدرت طلبي له دې دندو او اصولو سره په ټکر کې دي.
اوس چې د وکالت مارکيټ او بازار ښه ګرم دى، مشتريان يې ښه زيات شوي دي ځکه نوماند وزيران ورته معرفي شوي دي ، د پانګې اچونې جريان په کې زيات شوى دى او هره ورځ په هرټلويزيون او رسنۍ کې د همدې مارکيټ لپاره ښه اعلانونه کيږي او دهر چا توجه يې راجلب کړې ده.
ځکه چې څو مياشتې وروسته د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کيږي او وکالت پرچوکيو ناست کسان به بيا ولايتونو ته ځي او خلکو ته به نوې کيسې او داستانونه وړاندې کوي اوس افغان ملت ته په کار ده چې په هيڅ صورت سره د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې هغه کسانو ته رايه ورنه کړي چې د ولسي جرګې برحال غړي دي ، بلکې هغه کسانو ته بايد رايه ورکړل شي چې ښه شهرت،ښه سابقه،علميت،اهليت او تخصص لري او په هيڅ ډول غيرې قانوني کړنو کې لاس ونه لري ، ملت بايد اوس د اوسنيو حالاتو او شرايطو څخه ښه زده کړه او تجربه ترلاسه کړي او په راتلونکو ټاکنو کې دشخص په ټاکنه کې له درايت کار واخلي، په خپله ټاکنه او ولسي قوت سره هغه کسان رد کړي چې دخلکو استازيتوب نه بلکې خپل ځان او کورنۍ ته خدمت کوي.
بريالى روان