افغان ډیپلوماټان نور له سفارتونو تښتي

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي څانګې مرستیال جاوید لودین هم له افغان حکومت څخه استعفیٰ  کړې او له یوه شخصي شرکت سره یې کار پیل کړیدی.
سید جواد، په امریکا کې افغان سفیر هم افغانستان ته نه دی ستون شوی. په کاناډا کې پخوانی افغان سفیر عمر صمد هم امریکا ته تښتیدلی او همالته شخصي دنده پرمخ وړي. د برنا پیښه یې خورا اوسنۍ او تازه ده. نیویارک ټایمز د جولای په ۱۲مه لیکلي وو چې ۶۰ سلنه افغان سفیران نه غواړي چې افغانستان ته ستانه شي.
افغان سفیر عمر صمد د سفیرانو تیښته د مغزو په فرار تعبیر کړیده.  افغان ډیپلوماټان دوه تابعیته لري او په اسانۍ کولای شي چې ځان په بل هیواد کې ځای پرځای کړي خو هغه چې د سفارتونو په ټيټو پوستونو کې کار کوي، او دوه پاسپورټه نه لري، کولای شي وتښتي او یا هم چیرې ځانونه پټ کړي.
افغان د بهرنیو چارو وزارت د نیویارک ټایمز خبر نه مني او ددوی دغه راپور یې یو بې مسؤلیته خبر بللی دی.
په بهرنیو هیوادونو کې په دندو ګومارل شوي افغان سفیران د ټيټو تحصیلاتو خاوندان او زیاتره یې هم د شمال ټلوالې پورې اړه لري چې عبدالله عبدالله د خپلې دورې پرمهال په دندو ګومارلي دي. دوی د ګاونډیو هیوادونو د سفیرانو په پرتله خورا بې کفایته او غیرمتعهد ډیپلوماټان دي.