
برنا کریمي چې مخکې د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو مرستیال رییس و (۲۰۰۷ز) او بیا وروسته په کاناډا کې افغان سفیر وټاکل شو، په کاناډا کې له ۱۵ میاشتو کار کولو څخه وروسته په امریکا کې په یوه شخصي شرکت کې کار پیل کړی او غواړي په همدې هیواد کې پناه واخلي.
افغان سفیران په نورو هیوادونو کې د دندې د مودې له ختمیدلو څخه وروسته هیڅکله افغانستان ته نه ستنیږي او په کوربه هیوادونو کې پناه اخلي.
برنا د روان زیږیز کال د جون په ۲۱مه له خپلې دندې استعفیٰ کړیده. دده له دې استعفیٰ سره ده په افغان حکومت کې خپلې اته کلنې دندې ته د پای ټکی کیښود. په لومړیو کې نوموړی د کرزي د دفتر مرستیال رییس و (۲۰۰۵ز). برنا د امریکا له فینیکس پوهنتون څخه په اداره او سوداګرۍ کې ماسټري کړیدي. د ۲۰۰۰ز او ۲۰۰۵ز کې د کلیفورنیا د عمده فروشی د یوه سوپر مارکیټ مشر و.دی په امریکې کې له شخصي کمپنیو سره کارکولو ته په افغان سفارت ترجیح ورکوي. اوس مهال یې په امریکا کې پخواني افغان سفیر سید طیب جواد سره چې Capitalize LLC په نوم کمپني لري د سلاکار په توګه کار پیل کړیدی.