
د مصر څلورم (جمال، سادات او مبارک څخه وروسته) فتاح سیسي پریکړه کړیده چې د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي پلویان نور له خپلو لاریون ځایونو څخه پورته کړي. د مرسي پلویان چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې یې د مصر په بیلابیلو برخو کې په سوله ایزو لاریونونو پیل کړیدی، د حکومت ټول خبرداري یې بابیزه ګڼلې دي.
حکومت به په لاریون کوونکو خپله کړۍ سبا سهار د لمانځه پرمهال تنګه کړي. پرون په رابعه العدویه سیمه کې په لاریون کوونکو برښنا هم پرې شوې وه. هماغه وه، چې لاریون کوونکو په ټولنیزو رسنیو کې دغه پیښه "کلابندي پیل شوله" اعلان کړې وه.
د حکومت د چوپتیا یو دلیل هم د اختر مبارکې شپې وې چې نن شپه به یې اخري شیبې وي.
نړیوال منځګړي د مرسي او سیسي ترمنځ د خبرو د پول په تړلو کې ناکام راغلی دي.