
ژ/ ساحل منګل
دسعودي عربستان دخامو نفتو توليد دتيرې جولای په مياشت کې دورځې لس ميليون بوشکو ته ورسيد،،چې له دې وړاندې دغه اندازه دورځې ۹.۶ ميليونه بوشکې وه.
ددې هيواد دخامو تفتو ادارې په رياض کې اعلان وکړ ،چې سعودي عربستان په نړۍ کې دنفتو لوی صادرونکی هيواد دی ،په تيره مياشت کې دورځې لس ميليون بوشکې خام نفت دنړي بازارونو ته وړاندې کړل اويو اندازه نفت کله ،چې په بازارونو کې ېې خرڅلاو ته اړتيا شوه ذخيره هم کړي .
په تيره جنوري مياشت ددې هيوادڅخه دنړۍ بازاونو ته دنفتو صادرات ۹.۳ او په مۍ مياشت کې ۹.۶ ميليونه بوشکو ته ورسيد.
دنفتو کارپوهان وايي ،چې دسعودي عربستان داظرفيت لري ،چې دورځې ديارلس ميليونه بوشکې نفت هم صادر کړي .
په سعودي عربستان کې دهوا په ګرميدو سره دنفتو په خرڅلاو کې معمول زياتوالی راځي.
دويلو ده ،چې ايران هم تيرکال دورځې ۲.۳ ميليونه بوشکي نفت صادرول خو دنړيوالو دبنديزونو له امله دغه اندازه دورځې يوميليون بوشکو ته راټيټه شوه او ورځ تر بلې دنفتو اخيستونکي له لاسه ورکوي.