د دروازې له خلاصيدو سره سم مې د انګړه پر لوري قدمونه واخيستل. کمه شېبه مې د کور جوړښت تر سترګو تېر کړ او کتل مې چې څو خونې لرې، په انګړ کې څخه پراته دي او کوم هغه څه دي، چې د سړي پام ور اوړي.
په کرار – کرار مې قدمونه اخيستل او د کور په جوړښت مې فکر کاوه، چې بې پامه مې پښه د يوې وړې کندې په څنډه کې وښويده. د لينګي يوه برخه پوستکی مې وسوليده او لږ شان مې د شرم احساس هم وکړ. که څه هم د درد احساس مې وکړ خو ځان مې داسې ونيو، چې هيڅ هم ندي شوي. د کور ښځې هم زما په لوېدو خپله همدردي ښکاره کوله خو ما دغه خبره بيخي عادي ونيوله.
زه هم د خيريه ټولنې له هغو رضاکارانو څخه وم، چې په کليو او بانډو کې مو له بې وزلو سره مرسته کوله. ښځه مخکې، ماشومان ترې تاو او زه ورپسې شوم،تر څو يې د کوټې مخ کې چوتره کې په غوړول شوې درۍ کينولم. له معمول سره سم مې له ښځې څخه د خپل ژوند احوال وپوښت، چې څه حال لري، تر کومې کچې بې وزله دي او زمونږ مرستې به ددوی په ژوند کې څومره ګټورې پريوځې.
ښځې د خپل ژوند کيسه داسې پيل کړه:
له ما چاپيره درې هلکان او يوه يو کلنه لور مې چې ګورې زما په شمول همدغه پنځه کسه يو. کلونه کلونه کېږي چې اقتصادي وضعيت مو ښه نه و، خو څو مياشتې مخکې مې خاوند په ښار کې له يو چاسره کار پيداکړی و، دوه ورځې کار يې وکړ په دريمه ورځ چې له کوره ووتلو مشوره يې راسره وکړه ،چې نن له هغه کس څخه چې زه کار ورسره کوم څو پيسې اخلم. ډېر وخت کيږي، چې غوښه مو نده خوړلې، غوښه راوړم او څه اندازه به کچالو هم راوړم.
په همدې خبرو او مشورو مې خاوند له کوره ووت. د ماسپيښين دوه بجې به وې، چې دوازه ټک- ټک شوه، پنځه کلن زوی مې دروازې ته وروليږه خوبېرته يې له دوازې رامنډې کړې. زوی مې له خوشالۍ په جامو کې نه ځايده، ويل ابۍ! درې سړي راغلي يوه لويه خلته يې له غوښه يې راوړې ده وايي مور ته دې غږ که چې دا يوسې.
مورې! غوښه درنده ده زه يې نشم راولی ته يې راوړه.
زه هم حيرانه ودرېدم، چې دا کوم سخي پيداشو چې يوه خلته غوښه يې مونږ خوارانو ته راوړې. د دروازې پر لوري مې ګړندي ګامونه پورته کړل تر هغه چې دروازه مې خلاصه کړه.
ستړي مشئ! تاسو څوک ؟
دريو واړو داسې حالت لاره چې ماسره د خبرو کولو ته يې زړه نه ښه کاوه. خو له رنګه پوخ سړی چې عمر به يې له پنځوسو اوښتی و رانږدې شو او غاړې يې تازه کړې.
خورې! د خدای چې څه خوښه وي، مونږ اوتاسو بايد د هغه رضا ومنو او که مو ونه منله خدای به راته نور هم په قهر شي،ستا خاوند د ښار په ننني موټر بم کې په حق رسيدالی، دهغه د بدن هغه برخې مو راټولې کړې، چې مونږ څه ناڅه وپيژندلې، دا هغه خلته (پلاستيک) دی چې ستا د خاوند غوښې مو پکې راوړلې.
په بدن کې مې څړيکې شوې، سر راباندې تاو شو، حواس مې له لاسه ورکړل او د يوه ليوني په څېر مې په ځان خولې ولګولې. د خاوند مرګ ، بيا داسې مرګ داسې شولکه ټوله دنيا مې چې پر سر راغورځيدلې وي.
نه پوهېږم چې په هغه شېبه کې به پر ما او بچيانو به مې څه تېر شوي وي، خو زه داسې څوک وم، چې په ټول ژوند مې چندانې خوشالي نه وه ليدلې، له هر ډول درد او غم سره بلده وم او له ځان سره مې وويل چې د خپلو بچيانو لپاره هم بايد خپل حواس پر ځای کړم.
په دې شېبه کې نه وم پوهېدلې چې څومره وخت به وتلی وي،خو هغه کسان چې (پلاستيک) يې راوړی و له دروازې تللي وو. (پلاستيک) مې راواخيست ومې نه کتل چې زما دخاوند د بدن کومې کومې برخې به يې پکې اچولې وي. دومره مې وکړل چې ددروازې رادېخوا يې په هغه کيندل شوې کنده کې يې واچوم چې تېر کال مو وچ شوی نيالګی ترې کاږلې وه او هغلته مې يو څو بېلچې خاوره پرې واړوله.
ښځې دغه کيسه په داسې ډول کوله ته به وايي چې د خاوند له مرګ اوس خبريږي او هغه صحنه په حقيت کې ګوري. سترګې يې پاکې کړې او هغه کندې ته يې لاس ونيو او وي ويل: ته چې له دروازې راننوتي او پښه دې وښويده هماغه مې د خاوند قبر وبوله.
اوس نو ته ووايه چې په داسې حال کې به مو ژوند څنګه وي؟ وړه لور مې اوس هم د پلار له مرګه نده خبره، پنځه کلن زوی خو لا داهم راته وايي، چې مورې سخته بخيله يې هغو کسانو چې غوښه راوړه په کنده کې دې واچوله خو مونږ ته دې پخه نکړه.
وروستي