
د روان لمريز کال په د زمري د مياشتې په ١٧ نېټه چې د اسلامي نړۍ د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده، د خوست ولايت په ټولو عيدګاوو کې د نيکمرغه کوچني اختر لمونځ په داسې حال کې ادا شو چې له هر لوري د سولې، نيکمرغۍ او مبارکيو پيغامونه د خلکو تر منځ خواره واره ول.
د خوست په مرکزي جامع جومات کې د نورو کلونو په څېر يو ځل بيا زرګونه خلک را ټول شوي ول، د خپلو مشرانو او ديني عالمانو ويناوې او ناصيح يې په پوره حوصلې واورېدل وروسته له هغه د خطيب مولوي عبدالرحيم له خوا د کوچني اختر لمونځ ادا شو.
په دې مراسمو کې د عامو خلکو ترڅنګ خوست والي عبدالجبار نعيمي، د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندان ډګرجنرال اسحاق نوري، د ولايتي شورا رئيس سيدکريم خان خاکسار او د همدې شورا غړو، امنيه قوماندان ملپاسوال عبدالقيوم باقيزوى، د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريدجنرال محمدناصر هدايت، د سولې ولايتي کمېټې مسؤل مولوي حنيف شاه حسيني، د علماء شورا مشر مولوي شاه محمد او ګڼ شمېر ملکي او نظامي چارواکو ګډون درلود.
راټولو شويو خلکو ته په لومړي سر کې مولوي عبدالرحيم وينا وکړه او دا يې ورته په ډاګه کړه چې د يوه روژتي وروسته له روژې څه مسؤليتونه دي او څه بايد وکړي ترڅو د نيول شوې روژې ثوابونه لا وچت کړي.
ده د مسلمانانو تر منځ د ورورۍ او ښو اړيکو سپارښتنه وکړه او زياته يې کړه چې اختر د سولې او بښنې ورځې دي بايد ټول يوه بل ته بښنه وکړې او په سوله کې د وروڼو په څېر ژوند وکړي.
له نوموړي وروسته د حج، رشاد او اوقافو رئيس مولوي اظهارالدين، خلکو ته په خطاب کې وويل چې کامل مومنان په خپلو کې کينه او بغض نه ساتي، کوښښ کوي ترڅو لا هم په خپلو کې د ورورۍ اړيکې ټينګې کړي.
ده هغه خلک وغندل چې له نشه يي توکو ګټه پورته کوي او يا ټولنې ته دا مضر توکى راوړي ترڅو پنځه روپۍ پرې حرامې وګټي.
د مولوي اظهارالدين په خبره تر هغې په ټولنه کې اصلاح نه شي راتلى چې حاکمان له خپلو دريو ورسره شيانو، چې يو يې بيت المال دى، دويم يې دوره او دريم يې توره ده کار وانه خلي.
غريبو ته دې له بيت المال څخه مرسته ورکړي، بې لارې دې په دوره سم کړي او قاتل يا لوى جنايتکار دې په تورې سزا ورکړي ترڅو د نورو لپاره عبرت شي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبرو کې په دې ډېر افسوس څرګند کړ چې يو څوک په حرامه پيسې ګټې او بيا يې کورته د دې لپاره وړي چې له نورو سره د بنګلو او ماڼو په جوړولو کې سيالي وکړي.
خوست والي په نړۍ کې روانو حالاتو ته په کتو وويل ټوله اسلامي نړۍ په يوه لوى امتحان کې راغلې دعا به کوو چې خداى(ج) موږ له دې ازموينې بريالي او سرلوړي راوباسي.
ده وويل د همدې ازموينې په لړ کې افغانستان هم راغلى چې نمونې يې ښکاره او څرګندې دي، که چېرې همت وکړو او د خپل هېواد لپاره کار وکړو هېڅ لرې نه ده چې له دې رانه امتحان څخه به را بريالي کېږو.
خوست والي وويل په هېواد کې نظامي ارګانونه وستايل او هره سرتيرى، بريدمل او افسر يې هغه اتل وبللو چې شپه او ورځ يې په ځان يوه کړې ترڅو هېوادوال يې په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.
ښاغلي نعيمي په فکري رغونه ټينګار وکړ او دا يې د هر عالم او روښانفکره دنده وبلله، ځکه د ټولو بدبختيو بنياد د دې اساسي پديدې نه شتون و دى.
خوست والي هغه خلک بدبخته او د دوزخ ملګري وبلل چې د نورو په بېلارې کولو کې خپله نيکمرغي لټوي او کوښښ کوي ترڅو ټولنه د فساد او بدبختۍ په لورې سوق کړي.
د نوموړي په خبره په خوست کې د ټولو ادارو او ارګانونو ته منځ ډېر اړيکې شتون لري خو ځينې ځانغوښتونکي اشخاص کوښښ کوي ترڅو د ارګانونو په منځ کې بې اعتمادي ايجاد کړي او يو ارګان د بل په مقابل کې راپورته کړي په داسې حال کې چې په يوه اداره کې ټولو ارګانونه په خپلو کې يو سيستم ايجاد کړى هېڅ امکان لري چې يو ارګان دې په خپلواک ډول فعال پاتې شي، ده داسې خلکو ته ګواښ وکړ چې خپل وخت دې په دې بېهودې خبرو تېروي کنه له سخت قانوني چلند سره به مخامخ شي، مسلمان ته لازمه ده د خلکو ترمنځ د ورورۍ او سولې فضاء حاکمه کړي.
ده په پاى کې قسم ياد کې چې له اداري فساد او نورو نامشروع چارو سره به تر اخره مبارزه کوم او انشاء الله په دې کې به بريالى کېږو هم، ځکه چې دا حقه لاره ده خداى(ج) د حقې لارې ملګرتيا کوي.