
د اخوان المسلمین او فوځيانو ترمنځ یو ډیپلوماټ رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دواړه ډلې یوې معاملې ته نږدې شوي څو په هیواد کې روان یو میاشتني کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي خو دا یې هم زیاته کړې چې د هیڅ څه تضمین نشته او خبرې هر وخت بې پایلو ختمیدای شي.
په ورته وخت کې رسنیو ته داسې خبرونه رسیدلی دي چې د فوځیانو په وزرو واک ته رسیدلی د نوبل جایزې ګټونکی محمدالبرادعي استعفیٰ کوي. که برادعي چې اوس مهال مرستیال ولسمشر دی له دندې لاس په سر شو نو فوځیان به خپل مشروعیت له لاسه ورکړي. فوځیان وروسته له هغې د مرسي د پلویانو په ضد له تشدد او زور زیاتي څخه لاس په سر شول چې برادعي د استعفیٰ ګواښ وکړ.
فوځيانو، مؤقت ملکي حکومت په ګډه د مرسي پلویانو ته اخطار ورکړیدی څو له لاریونونو څخه لاس په سر شي ګنې دوی به یې په زور لری کړي خو تر دې دمه د مرسي پلویانو د فوځیانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.