د اسد پر کاروان بريد شوی.

 د سوریې د مقاومت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د سوریې د دیکتاتور بشارالاسد کور سره نږدې په دمشق کې یې دده د ګاډو په کاروان برید کړیدی. د لیوا اسلام ډله وایي چې دغه برید یې د پنجشنبې په ورځ ترسره کړیدی.
خو د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران زوبي دغه ادعا رد کړیده. دولتي تلویزون ددې بریدونو د ادعا د ردولو په موخه داسې تصویرونه ښودلي چې دیکتاتور په کې د انس بن مالک په جومات کې د کوچني اختر لمونځ ترسره کوي.