
نجلا محمود د مرسي زرګونو پلویانو ته په وینا کې ویلي چې شړل شوی ولسمشر"بیرته را ګرځیدونکی" دی.
دا لومړی ځل دی چې د محمود مرسي له پرځول کیدو څخه وروسته یې یوې عامې ناستې ته وینا کوي او د خاوند د ازادیدو په اړه زیري ویشي. نجلا نن د پنجشنبې په ورځ په پلازمینې قاهرې کې خلک په خپل حضور سره حیران کړل. د مرسي زامن هم له خپلې مور سره په نصر ښار کې نن حاضر وو. خو دې رسنیو ته دا ونه ویل چې له کودتا څخه وروسته نوموړې چیرته وه ځکه مرسي او لوړ پوړي سلاکاران یې له کودتا څخه وروسته د فوځیانو په لاس کې دي.