
ځانمرګي ځان د پاکستاني پولیس د جنازې په مراسمو کې الوځولی دی. د لوړ پوړو پولیس چارواکو په ګډون یې ۳۷ کسان وژلی دي.
تيره ورځ سهار د کویټې په ښار کې یو ځانمرګي ځان په هدیرې کې هغه مهال والوځوه، چې خلکو د یوه پولیس چې مخکې وژل شوی و، په جنازې کې ګډون کړی و. په وژل شوو کې ددې ولایت DIG فیاض سمبل، او DSP شمس الدین وژل شویدي.
۵۰ نور کسان په پیښه کې ټپيان شویدي.په وژل شوو کې ماشومان هم شامل دي.