قطر: د مصر سیاسي بندیان دی ازاد شي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر خالد عطایي په مصري چارواکو غږ کړیدی چې ددې هیواد ټول هغه سیاسي مشران دی ازاد شي چې د فوځي کودتا وروسته په مصر کې نیول شویدي. په نیول شوو کې تر دې دمه د مصر د الوسط او اخوان ګوندونو مشران شامل دي چې لوړ پوړي یې:
محمد مرسي، د هیواد لومړی انتخابي ولسمشر
هاشم قندیل: د مرسي لومړی وزیر
بدیع، د اخوان مشر
خیرت الشاطر، په اخوان کې دویم کس!
له الجزیرې سره د خبرو پرمهال ده وویل چې نه دی توانیدلی د مصر له ټولو ‌ډلو سره ولیدلی شي. ده په زندان کې د اخوان له خیرت الشاطر سره دوه ساعته لیدنه درلودله او د فوځ په زور راغلي مرستیال ولسمشر محمد البرادعي سره یې هم لیدلي دي خو له محمد مرسي، د مصر له لومړي منتخب مشر او د کودتا د مشر سیسي سره یې لیدنه نه ده شوې.
عطایي وویل: "په مصر کې له ورونو غواړم چې له کړکیچ څخه د وتلو په خاطر دوی باید سره معامله وکړي او سیاسي بندیان خوشې کړي!"
د مرسي د حکومت پرمهال، قطر له قاهرې سره ۷ بلیون ډالره مرسته کړې وه خو د کودتاه وروسته یې خپلې دغه مرستې وځنډولې.